1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سوریې د احتمالي برید له پاره چمتوالی

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۲, شنبه

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل، ویلي دي چې امریکايي ځواکونه په سوريي کې د احتمالي برید له پاره تیاری نیسي. هیګل زیاته کړې ده چې د ولسمشر اوباما له خوا پر سوریې برید کولو د آمر په صورت کې د ده سره مختلف امکانات شته.

https://p.dw.com/p/19VYR
U.S. President Barack Obama walks out after speaking about the violence in Egypt while at his rental vacation home on the Massachusetts island of Martha's Vineyard in Chilmark August 15, 2013. REUTERS/Larry Downing (UNITED STATES - Tags: POLITICS)
Obama äußert sich zu Ägyptenانځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل، ویلي دي چې تر اوسه پورې داسی کومه پریکړه نه شوې چې له مخې يې د بشارالاسد د رژیم پر ضد له پوځي ځواک څخه کار واخیستل شي. په سوريي کې د احتمالي پوځي مداخلې په اړه رپوټونه تر هغه وروسته ورکول کیږي چې د دغه هیواد پاڅونکونکو د اسد پر پلوي ځواکونو باندې د کیمیاوي وسلو د کارولو تورونه ولگول.

که څه هم تر اوسه پورې په دې اړه چې د اسد رژیم دې کیمیاوي وسلې کارولي وي شواهد نه دي موندل شوي، خو د سوریې پاڅونکوونکي ادعا کوي چې د اسد رژيم په دې سیمه کې کیمیاوي وسلې کارولي چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د سوریې فعالینو په انترنت کې یوه ویدیو هم خپره کړې ده چې په کې د ماشومانو په ګډون یو شمیر بې هوشه کسان ښوول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي جمهوري غوښتونکي سیاستوال ایلیت اینجل، له اوباما څخه غوښتې وو چې که د اسد د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونه به اثبات ورسیږي نو امریکا باید د دغه رژیم پر ضد هوايي بریدونه ترسره کړي. اینجل ټینگار کړی وو د سوريي د رژیم له خوا د پاڅونکونکو پر ضد له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستل له هغې «سرې کرښې» څخه تیریدل دي چې د امریکا حکومت دې ته اړ باسي چې د دغه رژیم پر ضد په پوځي اقداماتو لاس پورې کړي.

د رویترز خبري آژانس د یوه لیک په حواله چې اینجل ولسمشر اوباما ته استولی دی لیکلي دي چې دغه امریکايي لوړپوړي چارواکي له بارک اوباما څخه غوښتي دي چې د سوريي د رژیم پر ضد دې هوايي برید ترسره کړي. د اینجل په لیک کې راغلي دي: «که موږ له خپلو متحدینو سره یو ځای د اسد د حکومت له خوا د کیمیاوي وسلو د کاروني د شواهدو تر اثباتیدو وروسته هم عملیات نه کوو نو دا به د نړۍ تیري کوونکو حکومتونو ته د غلط پيغام د استولو په معنی وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سوريې حکومت هغه تورونه رد کړي دي چې د اسد حکومت د خپلو مخالفینو پر وړاندې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی.

څیړنې روانې دي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون، ویلي دي چې په سوريې کې د کیمیاوي وسلو استعمال د یوه « بشري جنایت» په معنی ده. بان زیاته کړې ده چې د پاڅونکونکو د ادعا په اړه باید ژر تر ژره څیړنې وشي.

له بلي خوا د امریکا حکومت هم ویلي دي چې د سوريي د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه د شواهدو راټولولو په هڅه کې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب