«امریکایان د بندیانو له هوکړه لیک څخه سرغړونه کوي»
۱۳۹۱ آبان ۲۹, دوشنبهاعلان
افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې امریکايي ځواکونو د افغانانو د نیولو او په بند کې د ساتلو لړۍ ته ادامه ورکړې چې دا دواړو هیوادونو تر منځ له لاسلیک شوي تفاهمنامې څخه سرغړونه ده. تیره ورځ د ولسمشر د دفتر څخه په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې یو شمیر افغانان وروسته له هغې هم په بند کې ساتل شوي دي چې افغان قاضیانو د هغوی د پریښودو امر کړی دی. د ولسمشر دفتر ویلي دي چې دغسې اقدامات«د دواړو هیوادونو تر منځ له لاسلیک شوي هوکړه لیک څخه بشپړ سرغړونه ده.» د دواړو هیوادونو تر منځ د مارچ په میاشت کې د زندانیانو د انتقال په اړه یو هوکړه لیک لاسلیک شوې وو.