1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي الوتکو پر موسی کلا بمباري کړې

۱۳۹۴ شهریور ۶, جمعه

امریکایي چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې هوایي ځواکونو یې پر موسی کلا باندې هوایي بمباري کړې ده. دغه ولسوالي د چهارشنبې په ورځ طالبانو ونیوله. خو د دغو بمباريو په هکله امریکایي چارواکو نور جزئیات نه دي په ډاگه کړي.

https://p.dw.com/p/1GNAc
انځور: AFP/Getty Images

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو او اتحادي ځواکونو د ویاند ډگروال برین ټرایبس، له قوله لیکلي دي: «امریکايي ځواکونو نن [پنجشنبه] په موسی کلا کې د هغو انفرادي کسانو پر ضد هوایي بمباري کړې چې ائتلافي او افغان ځواکونو ته گواښ پیښوي.» خو هغه په دې هکله نور جزئیات نه دي ور کړي.

د نوموړي خبري آژانس په وینا د افغان پوځ یوه ډگر جنرال محمد رسول ځاځي ویلي دي چې د افغان او ائتلافي ځواکونو جنگي الوتکو د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د پوځ او پولیسو پر مرکزونو بمباري کړې ده، چې په وینا یې ښایي جنگیالیو ملکي کسانو ته پکښې مرگ ژوبله اوښتي وي.

خبري آژانس د هغه له قوله زیاتوي چې دا ممکنه نه ده چې د مرگ ژوبلې شمیر معلوم کړل شي، ځکه په وینا یې دغه سیمه د یاغیانو تر کنترول لاندې ده.

د متحدو ایالاتو یوه پوځي چارواکي ویلي دي چې په تیرو درو ورځو کې په موسی کلا کې تر لسو زیاتو هوایي بریدونو کې هدفونه په نخښه شوي دي. رویترز لیکلي دي چې دغه امریکایي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط له دوی سره خبري کړي دي.

همداشان رویترز د طالبانو د ویاند له قوله لیکلي دي چې په دغو بریدونو کې ۳۰ ملکي کسان او ۱۰ جنگیالي وژل شوي دي، خو په وینا یې طالبان تل د ډاډ وړ ارقام نه وړاندې کوي. طالبانو د موسی کلا ولسوالي تر څو ورځنۍ جگړې وروسته د چهارشنبې په ورځ ونیوله.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب