1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي او پاکستاني چارواکو د اړیکو د بیا رغولو پرسر خبرې کړي

۱۳۹۰ مهر ۲۱, پنجشنبه

افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ناټو قوماندان د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتي ۱۳» د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو د بیرته رغولو په خاطر پاکستاني مشرانو سره خبرې کړي

https://p.dw.com/p/12rWr
امریکا پاکستان سره د اړیکو د بیا رغولو په هڅه کې ده
امریکا پاکستان سره د اړیکو د بیا رغولو په هڅه کې دهانځور: picture alliance/dpa

دغه لیده کاته پداسې حال کې تر سره کیږي چې په همدې ورځ پاکستان کې د امریکایې بې پیلوټه الوتکو په دوه بریدونو کې د شکمنو اورپکو اته تنه وژل شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، مارک ګروسمن، د پاکستان د ولسمشر، آصف علي زرداري، د لمړي وزیر یوسف رضا ګیلاني، د لویي درستیز جنرال اشفاق کیاني او د بهرنیو چارو د وزیري حنا رباني کهر سره لیدلي ترڅو د پاکستان سره خپلې همکارۍ بیرته ورغوي.

د امریکا د متحده ایالاتو له لوري پر اسلام آباد تور لګول شوی وو چې د حقاني شبکې سره اړیکي لري.

تر دغه لیدنو کتنو وروسته مارک ګروسمن د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیري حنا ربانې کهر سره یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته وویل:

«مونږ پر دې باندې هو کړه کړې چې دغه خبرې اترې باید ادامه ولري او پاکستان او د امریکا متحده ایالات خپل ګډ کار ته ادامه ورکړي.»

د پاکستان د باندنیو چارو وزیري هم د دواړو هیوادونو تر منځ د اوږدې مودې د اړیکو د همکارې خبره کړې.

همدا راز د پاکستان لمړي وزیر یوسف رضا ګیلاني هم د ګروسمن سره تر لیدو وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د رغیدو هیله څرګنده کړې.

کله چې ګروسمن د پاکستان د بهرنیو د چارو وزیرې سره د هغې په دفتر کې خبرې کولې، د پاکستان پوځ لویې درستیز جنرال اشفاق کیاني پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه په نږدي ښارګوټي راولپنډې کې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو قوماندان، جنرال جون الین، سره په خبرو بوخت وو.

د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال اطهر عباس، ویلي چې دواړو مشرانو د داسې قدمونو د پورته کولو په اړه خبرې وکړې چې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د پاکستاني، افغان او آیساف ځواکونو تر منځ د لا ډیرې همغږې لامل وګرځي.

آژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: مسعود جهش