1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي سرتیري د محاکمې د ځنډولو غوښتنه وکړه

مسعود جهش (AFP, AP, Reuters)۱۳۹۱ دی ۲۹, جمعه

هغه امریکایي سرتیري چې په افغانستان کې د ۱۶ تنو ملکي وګړو په وژلو تورن دی، له محکمې څخه غوښتي دي چې هغه ته اجازه ورکړي چې ورباندې د لګول شویو تورونو د منلو او یا هم د هغوی ردولو په اړه وروسته څرګندونه وکړي.

https://p.dw.com/p/17MgH
انځور: Reuters

دغه سرتیری رابرت بالز نومیږي چې ورباندې د ۱۶ قتلونو او ځینو نورو جرمونو تور لګول شوی دی. اوس د دې سرتیري محاکمه د تکوما په سیمه کې چې د واشنګټن په ایالت کې پرته ده، روانه ده.

بالز د خپل وکیل په واسطه دغه خبره اعلان کړه چې هغه به اوس د لګول شویو تورونو په اړه څه ونه وایي. په اصل کې کله چې یوه تورن وګړي ته په محکمه کې پر هغه باندې لګول شوي تورونه اورول کیږي، نو هغه باید تر دې وروسته ووایي چې ایا دغه تورونه مني او که نه. خو رابرت بالز د دغې موضوع په اړه د فکر کولو له پاره لا ډیر وخت غوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دې امریکايي پخواني سرتیري قاضي ته ویلي دي چې په دې خبره پوهیږي چې که ورباندې لګیدلي تورونه ثابت شي نو کیدای شي چې هغه ته د اعدام سزا واورول شي.

څارنوالان پر بالز باندې تور لګوي چې هغه د ۲۰۱۲ کال د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې له خپلې پوځي اډې څخه وتلی دی او پر دوو کلیو باندې یې بریدونه کړي دي.

دغه سرتیری ۳۹ کلن دی چې تر دې مخکې یې څلور وارې په افغانستان او عراق کې دنده تر سره کړې ده. اوس پر هغه باندې د ۱۶ قتلونو، شپږو وارې د قتل کولو له پاره هڅه کولو، اوو بریدونو او د مخدره توکو د استعمالولو تورونه لګول شوي دي. د هغو کسانو په ډله کې چې بالز یې په وژنه تورن دی، ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ویل کیږي چې بالز دغه کسان په پنځو ساعتونو کې وژلي دي. څارنوالان وایي چې بالز د دغو کسانو د وژلو له پاره دوه ځلي له خپل کمپ څخه وتلی وو او خپل یوه ملګري ته یې ویلي وو: «ما لږ مخکې څو کسان وویشتل.»

شاهدانو ویلي دي چې بالز تر دې پېښې مخکې یوې چاودنې ډیر خواشینی کړی وو. په دغه چاودنه کې د بالز د یوه ملګري پښه پرې شوې وه. دغه پخواني سرتيري په کندهار کې دنده ترسره کوله.

د رابرت بالز میرمن چې کاري نومیږي یوه وینا خپره کړې ده او د خپل میړه د عادلانه محاکمې غوښتنه یې کړې ده. هغې ویلي دي چې رابرت بالز باید تر هغه وخت پورې مجرم و نه ګڼل شي چې ورباندې لګیدلي تورونه نه وي ثابت شوي.