1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو سیلاني د هتلر د «سلامۍ» د سمبول له کبله وهل شوی

۱۳۹۶ مرداد ۲۳, دوشنبه

یو امریکایي سیلاني د آلمان په دریسدن ښار کې څو وارې د نازياینو د «سلامي» سمبول له کبله د یوه کس له خوا وهل شوی. څو ورځې تر مخه دوه چینايي وګړي د ورته عمل د تر سره کولو له کبله بندیان شوي وو.

https://p.dw.com/p/2iCBe
Zehn Gründe für Dresden | Radfahrer auf dem Elberadweg in Dresden
انځور: picture-alliance/A. Franke

د آلمان په ختیځ ښار دریسدن کې پولیسو ویلي دي چې ۴۱ کلن امریکایي د دغه عمل د تر سره کولو پر مهال نشه وو. د پولیسو څیړنو د هغه په وینه کې د الکولو شتون تثبیت کړی دی.

د رپوټونو له مخي امریکایي وګړی چې د یوه ځایي کس له خوا پرې ګوزار شوی، یوازې سرسري ټپي شوی دی. د رسمي چاوراکو د معلوماتو له مخې نامعلومه برید کونکی د پیښې له ځای څخه تښتیدلی دی او اوس د هغه پلټنه کیږي چې د جسمي جراحت تور پرې دی.

د پولیسو په وینا د امریکایي وګړي څخه د آلمان له قانون څخه د سرغړونو په تور پلټنې کیږي. په آلمان کې د نازيانو د وخت پر سمبولونو یا نښو نښانونو او شعارونو باندې بندیز دی. د دغه کس نوم د شخصي محرمیت د ساتنی د دلایلو له کبله نه دی په ډاګه شوی.

په آلمان کې د نازیانو پرسمبولونو بندیز

دا په روانه میلادي میاشتې کې دوهم وار دی چې سیلانیان د نازي «سلامي» سمبول له کبله ځان له قانوني سرګردانۍ سره مخامخ کوي. څه د پاسه یوه اوونۍ تر مخه په پلازمینه برلین کې دوه چینایي اتباع چې د عکسونو د اخیستو پر مهال یې دغه عمل تر سره کاوه، نیولی شوي وو. دغه کسان د ۵۰۰ یورو په ضمانت آزاد شوي دي، خو د پولیسو په وینا هغوی لا هم د تورونو سره مخامخ دي چې ښایي جریمه شي او احتمالا تر درو کلونو پورې بند تیر کړي.

هغه سیلانیان چې آلمان ته سفر کوي او د هتلر د «سلامۍ» سمبول له ځانه ښکاره کوي، داسې بریښي چې د آلمان له قوانینو څخه بې خبره وي، چیرته چې د نازیانو سمبولونو، نښانونو  څخه استفاده او یا او یا نازیاتو د نورو شعارونو عنوانول قانونا منع دي. په آلمان کې یوازې د ښوونې او د تاریخي تحقیقاتو او یا هم د مستندو فلمونو د جوړولو په موخه له نازي سمبولونو او شکلونو څخه د استفادې اجازه شته.