1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکایي ځانګړي ځواکونه دې له وردک څخه ووځي»

حسين سيرت / سيد رياض۱۳۹۱ اسفند ۲۶, شنبه

د میدان وردک ولایت په سلګونو تنو اوسیدونکو په کابل کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو له لوري د خپلو خپلوانو د نیولو پر ضد لاریون تر سره کړ. مظاهره کوونکو ویل چې د دغه ولایت شاوخوا لس تنه لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/17ytx
انځور: DW


مظاهره کوونکو چې د خپل ځان سره یې پوسترونه لیږدول د میدان وردک ولایت څخه د امریکایي ځانګړو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

د احمد جاوید کلیمزي په نوم یوه تن مظاهره کوونکي وویل چې د ځانګړو امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې دوی ته ډیر ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي. هغه زیاته کړه: «په ټوله کې لس تنه د امریکايي ځانګړو ځواکونو له لوري بیول شوي دي او تر اوسه پورې یې سرنوشت معلوم نه دی او د هغوی له لوري نور لس تنه په شهادت رسیدلي دي.»

مظاهره کوونکو د نیول شوو کسانو د بیرته آزادولو او د پوځي عملیاتو په ترڅ کې دوی ته د وراوښتو مالي تاوانونو د جبرانولو غوښتنه کوله.

افغان ولسمشر حامد کرزي شاوخوا درې اوونۍ تر مخه امریکایي ځانګړو ځواکونو ته د دوه اونیو ضرب الاجل وټاکه چې له دغه ولایت څخه ووځي. د ولسمشر د دغه اقدام لامل د امریکایي ځانګړو ځواکونو له لوري د ملکي کسانو آزارول په ګوته شوي وو.

د افغان ولسمشر د دغه فرمان د صادریدو وروسته، ایساف وویل چې دغه ځواکونه به په تدریجي توګه د یوه منظم پلان له مخې د میدان وردک ولایت څخه ووځي.

لاریون کوونکو ګواښنه وکړه، چې د غوښتنو د نه قبلیدو په صورت به خپلو احتجاجونو ته ادامه ورکړي او د کابل، کندهار لویه لاره به وتړي.د احمد خالد په نوم یوه بل تن لاریون کوونکي وویل چې ټول نیول شوي کسان ملکي وګړي دي: «هر تن چې یې نیولی دی یا بزګر دی، یا دوکاندار، محصل او یا بې روزګاره دی. موږ ته دې د نیول شوو کسانو ځای په ګوته کړي، محکمه مو قبوله ده.»

په نسبي توګه نا امنه ولایت

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي ځواکونه وایي چې دغه عملیات یې د طالبانو د نیولو له پاره تر سره کړي دي.
مظاهره کوونکو د ولسمشر کرزي د فرمان څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې دغه حکم باید تطبیق شي.

د میدان وردک ولایت اوسیدونکي له دغه ولایت څخه د امریکایي ځانګړو ځواکونو د وتلو غوښتنه په داسې یوه وخت کې کوي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دانفورد، له خپلو ځواکونو غوښتي دي چې د خپل امنیت ساتلو له پاره جدي تدابیر ونیسي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په دې اړه هم خبرداری ورکړی، که چیرې د بګرام زندان مسوولیت افغانانو ته و نه سپارل شي، نو افغان حکومت به په خپل غبرګون ښکاره کړي.