1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایې پوځ پر طالبانو لومړي هوایې بريدونه وکړل

آژانسونه / ش.ن.۱۳۹۵ تیر ۵, شنبه

بارک اوباما لږ موده مخکي امریکایې ځواکونو ته امر وکړ چې په افغانستان کې خپل پوځي فعالیتونه پراخ او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي. تر دغې پریکړي وروسته امریکایې ځواکونو د طالبانو پر مرکزونو لومړني هوایې عملیات وکړل.

https://p.dw.com/p/1JDUF
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت (پنټاگون) د جمعې په ورځ خبر وکړ چې د دغه هیواد هوایې ځواکونو د طالبانو پر مرچلو برید کړی دی. د دغه وزارت ویاند پيتر کوک، د دغه برید له جزویاتو ورکولو څخه ډډه وکړه، خو یوازې یې هم دومره وویل چې دغه برید د افغانستان په سویل کې ترسره شوی دی.

یوه لوړ پوړي امریکایې چارواکي هم ویلي دي چې «څو هوایې بریدونه» ترسره شوي دي، خو امریکا متحده ایالات نه غواړي په دې هکله زیات معلومات ورکړي. د دغه چارواکي په خبره امکان لري په دغه سیمه کې نور بریدونه هم ترسره شي او افغان ځواکونه د امریکایې مشاوره ورکونکو سره هلته ولاړ شي.

نوي تغییرات امریکایې ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د افغان امنیتي ځواکونو، د هغو له جملې څخه د افغانستان د ملي اردو ملاتړ او ملتیا وکړي.

د پنټاگون ویاند د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل: «نشم کولې زیات معلومات وړاندی کړم، ځکه دا په افغانستان کې د روانو عملیاتو یوه برخه ده». کوک زیاته کړه چې د هوایې برید پر مهال له امریکایې ځواکونو څخه هیڅ څوک په سیمه کې موجود نه وو.

په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو د نظامي نقش د پراخوالي او افغان ځواکونو د ملاتړ اړوند د اوباما پریکړه له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو یو کال وروسته نیول کیږي.

د ۲۰۱۵ کال له پيل څخه تر اوسه پورې د جنگي ماموریت دروند بېټې یوازې د افغان امیتي ځواکونو پر غاړه وو.

د اوباما د نوي پریکړه اصلي هدف پر طالب یاغیانو د فشار ډیرول دي. په عین وخت کې اوباما چې په راتلونکو څو میاشتو کې یې کاري دوره پای ته رسیږي، افغانستان ته په تیرو وختو کې د استول شوو قوماندانانو او استازو له خوا تر فشار لاندی دی.

دوی وایې چې اوباما دې په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو د کمولو له طرحې څخه صرف نظر وکړي. د دغې طرحې له مخې په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو شمیر باید له ۸۹۰۰ څخه ۵۵۰۰ ته راټیټ شي.