1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا افغان روبت جوړونکو نجونو ته ویزې ورکړې

۱۳۹۶ تیر ۲۲, پنجشنبه

په پیل کې د افغان نجونو دغي شپږ کسیزي ډلې ته د امریکا ویزه نه ورکړل شوې خو اوس د روبتونو نندارتون د تنظیموونکو په حواله دوی اوس کولای شي چې امریکا ته راشي او په دې نندراتون کې ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/2gRO0
Afghanistan Frauen Teamarbeit
انځور: Picture alliance/AP Photo/A. Seir

له هغه وروسته چې دغو نجونو ته د امریکا ویزه ور نه کړل شوه، دغې موضوع پراخ غبرګونونه راوپارول چې په پایله کې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ویزې د ورکړې په لړۍ کې پخپله مداخله وکړه. په دې کار سره اوس دوی کولای شي چې په راتلونکې اونۍ کې ترسره کیدونکي د روبتونو په نړیوال نندارتون کې برخه وخلي او خپل کارونه نندارې ته وړاندې کړي.

د دې مسابقې په لاره اچوونکو او امریکايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اوس به دغه شپږ نجونې وکولای شي چې په دې رقابت کې برخه واخلي. ټاکل شوې چې دغه سیالۍ به د روانې جولای میاشتې له ۱۶څخه تر ۱۸ نیټې پورې په امریکا کې وي.

د فرست ګلوبل ارګنایزیشن په نامه سازمان مشر، جوسیستاک په دې هکله وویل: «زه له دې امله د امریکا متحدو ایالاتو او د بهرنیو چارو له وزارت څخه ډیر منندوی یم چې د افغانستان ترڅنګ ګامبیا به هم د روان کال په دې نندارتون کې برخه واخلي.»

سیستاک چې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی بریدمن او د کانګرس غړی دی، وویل: «د ایران، سوډان او د سوریې د مهاجرو په ګډون له ۱۵۷ هیوادونو څخه ټولو ۱۶۳ ډلو د امریکا متحدو ایالاتو تائید ترلاسه کړی دی.» نوموړي همدا راز یادونه وکړه چې له یمن، لیبیا او مراکش هیوادونه څخه هم په دې رقابت کې ګډون کوي.

امریکا متحدو ایالاتو په لومړي سر کې د اوو اکثره مسلمان میشتو هیوادونو ګډون کوونکو ته په دې پروګرام کې د ګډون له پاره ویزې ور نه کړې. خو وروسته له هغه چې د افغان نجونو د ویزې له امله د نه ګډون خبر په نړیواله کچه خپور شو، د سپينې ماڼۍ د ویاندي سارا هوکابي ساندرز په حواله ترمپ مداخله وکړه او له امریکايي چارواکو یې د دې پریکړې د بدلون غوښتنه وکړه.

د دې سیالیو یوې ګډون کوونکې، ۱۴ کلنې سومیه فارقوي په دې هکله داسې وویل: «کله مو چې واوریدل چې موږ ته ویزه را نه کړل شوه، نو موږ خپله هیله له لاسه ورکړه.» هغه وايي چې موږ یو ځل بیا د امریکا د ویزې غوښتنه وکړه او بیا هم زموږ دغه غوښتنه رد شوه.

د نجونو دغې ډلې غوښتل چې نړیوالو ته دا وښيي چې دغه جنګ ځپلی هیواد هم د روبتونو جوړولو وړتیا لري. دغو نجونو تر شپږو میاشتو سخت کار او هڅو وروسته داسې یو توپ جوړ کړی چې کولای شي هرڅه خپل اصلي ځای ته انتقال کړي.

زموږ له ارشيف څخه: