1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له طالبانو سره مستقیمې خبرې غواړي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

د اففانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګري استازي جیمز دوبینز، ويلي دي چې امریکا اوس هم غواړي له طالبانو سره په مستقیمه توګه خبرې وکړي ترڅو د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وشي.

https://p.dw.com/p/19ibc
د اففانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګري استازي جیمز دوبینز
د اففانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګري استازي جیمز دوبینزانځور: picture-alliance/dpa

د روان کال په جون میاشت کې طالبانو د قطر په دوحه کې یو سیاسي دفتر پرانيست، خو د هغوی، افغان او امریکايي چارواکو تر منځ خبري اترې تر پیلیدو مخکې ودرول شوې او د طالبانو دفتر پرته له دې چې د سولې خبرې پکې وشي بیرته وتړل شو.

د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي جمز دوبینز، په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: «موږ اوس هم د خبرو اترو د یوه داسې بهیر د پیلیدو غوښتونکي یو چې په مستقیم ډول د طالبانو او امریکایانو تر منځ تر سره شي خو افغان دولت او یا هم د سولې عالي شورا هم پکې ښکیله وي.» کله چې له دوبینز څخه وپوښتل شو چې دغه ډول خبرې اترې کله پیلیدای شي هغه وویل: «موږ نه ناهیلې کیږو. موږ اوس هم هیله من یو چې په یوه وخت کې به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي. خو موږ د دغه کار له پاره یو وخت نه شو ټاکلی.»

د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو استازي روښانه کړه چې اوس طالبانو له افغان حکومت او یا هم امریکا متحده ایالاتو سره د خبرو اترو لیوالتیا نه لري. هغه وویل: «اوس طالبان په عملي توگه نه غواړي چې له افغان حکومت، امریکا متحده ایالاتو او یا هم کوم بل چا سره خبرې اترې وکړی.»

په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو څرنګوالی د افغان ولسمشر حامد کرزي، له سختو نیوکو سره مخام شو. هغه وخت طالبانو پر دفتر باندې سپین بیرغ [د طالبانو د رژیم بیرغ] ځړولی وو او د دفتر پر لوحې باندې یې د «افغانستان اسلامي امارت» عبارت ليکلی وو. ولسمشر کرزي هغه وخت دغه دوې مسلې طالبانو ته د ډیر اعتبار وکولو په معنی وبلل او ژر تر ژره یې د لوحې او بیرغ د کښته کیدو غوښتنې وکړې. د لوحې او بیرغ له کښته کیدو سره د طالبانو دفتر هم وتړل شو او په دې ترتیب سره د قطر د سولې بهیر له ماتې سره مخامخ شو.

پلان شوې ده چې ټول بهرني ځواکونه به د راتلونکي کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي. تر هغه وروسته به د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل شي. امریکا متحده ایالاتو او نړیواله ټولنه غواړي له افغانستان څخه تر وتلو مخکې د دغه هیواد جګړې ته سولې له لارې د پای ټکی کیږدي. په داسې حال کې چې افغان حکومت او امریکا متحده ایالات تل پر طالبانو باندې د سولې د خبرو غږ کوي، خو دغه ډله تل دغه وړاندیزونه ردوي.

«ایران او امریکا د افغانستان په برخه کې همکاري کولای شي»

د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانمګړي استازي روښانه کړه چې ایران او امریکا د افغانستان په اړه ښه همکاري کولای شي. امریکا او ایران اوس د تهران د اتومي پروګرام له کبله دیپلوماتیکې اړیکې نه لري. دوبینز وویل: «که موږ د [ایران] د اتومي پروګرام په اړه پر مختګ وکړو، نو بیا د دغو نورو موضوعاتو په اړه د پرمختګ امکانات موجود دي.» دوبینز روښانه کړه چې ایران او امریکا په یوه باثباته او قوي افغانستان کې خپل ګټې ویني.

«ملا برادر په راتلونکو ورځو کې آزادیدای شي»

د پاکستان د لومړي وزیر امنیتي مشاور سرتاج عزیز، ویلي دي چي د طالبانو د ډلې پخوانی قوماند ملا عبدالغني برادر، کیدای شي په روانه اوونۍ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا آزاد شي.

د ملا برادر د آزادیدو له پاره افغان حکومت ډیري هڅي کړي دي. افغان او امریکايي چارواکي په دې اند دي چې د طالبانو دغه غړی کولای شي په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. پلان شوې ده چې ټول نړیوال جنگي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او ددغه هیواد امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. نړیواله ټولنه غواړي له افغانستان څخه تر وتلو مخکې د کابل حکومت او د هغه د وسلواله مخالفینو تر منځ سوله وشي تر څو افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جگړو په لور ولاړ نه شي.

ملا برادر په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو. ملا برادر د طالبانو د ډلې مشر ملا عمر، نزدې ملگری بلل کیږي. داسې هم ویل کیږي چې ملا عبدالغني ته د «برادر» لقب هم پخپله ملا عمر ورکړی دی.