1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او اروپا د اوکراین په اړه اندیښنه لري

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۱۸, یکشنبه

امریکا او په اورپا کې یې متحدینو خبرداری ورکړی چې که روسیه له اوکراین څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو او د کړکیچ د مخنوې په هکله اړین گامونه پورته نه کړي نو د دغه هیواد پر وړاندی به پر جدي اقداماتو لاس پورې کړي.

https://p.dw.com/p/1BMPm
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، او په اروپا کې د هغه مهمو متحدینو د شنبې په ورځ (د مارچ د میاشتې ۸مه) د اوکراین د روان کړکیچ او په دغه هیواد کې د روسيي د اقداماتو په هکله سخته اندېښه ښودلې.

واشنگټن د مسکو چارواکو ته خبرداری ورکړ چې په اوکراین کې د روسيې د پوځي خوځښتونو ډیریدو د دغه هیواد د بحران د حل په برخه کې د منځگړتوب دیپلوماتیکې هڅې له خطر سره مخامخ کړي دي.

د فرانسې د خبري آژانس په حواله سپينې ماڼۍ اعلان کړی دی چې بارک اوباما د اوکراین د وروستیو تحولاتو په هکله له خپل فرانسوې سیال فرانسوا اولاند، د بریتانيې د لوړمړي وزیر دیوید کیمرون، او د ایټاليي له لومړي وزیر ماتئو رنزي، سره خبری کړي دي.

سپينې ماڼۍ د دغو سیاسي خبرو اترو لنډیز خپور کړی دی چې په کې ویل شوې دي:«د دغو هیوادونو مشرانو یو وار بیا د روسيي په وسیله د نړیوالو حقونو څخه د فاحشې سرغړونې په هکله سخته اندیښنه ښودلې او د اوکراین د ځمکني بشپړتیا او ملي حاکمیت له حق څخه يې پر خپل ملاتړ ټینگار کړی دی.»

بارک اوباما د شنبې په ورځ د اوکراین د تحولاتو په هکله د بالتیک په حوزه کې د لیتوانیا، لتوني او استوني د هیوادونو له مشرانو سره هم خبرې کړي دي.

د روسيې او امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو خبرې اترې

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سرگي لاوروف، سره د اوکراین او روسيي تر منځ په مستقیم ډول د خبرو اترو له پاره زمینې د مساعدولو په اړه خبرې کړي دي. هغه دې موضوع ته په اشاره کولو سره ویلي دي: «د کریمیا په ټاپوزمه او د اوکراین په نورو برخو کې د روسيې د پوځي حرکتونو دوام به د یوې دیپلوماتیکې حل لارې چانس له منځه یوسي.»

تر دې مخکې د شنبې په ورځ د امریکا او فرانسې ولسمشرانو خبرداری ورکړی وو چې په اوکراین کې د کړکیچ د پراخیدو څخه د مخنیوي په برخه کې د روسيي د ناکامي په صورت کې به د دغه هیواد پر وړاندی جدي اقداماتو ته په خپل کاري لومړيتوبونو کې ځای ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو او فرانسي ولسمشرانو یو وار بیا له روسيي څخه غوښتي دي چې ژر تر ژره دې له کریمیا څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په برخه کې اقدام وکړي. دوی گواښ کړی دی، په هغه صورت کې چې د اوسنۍ وضعې په برخه کې پرمختگ رامنځته نه شي، له روسيي سره به د دغو هیوادونو اړیکو ته تاوان ورسیږي.

اوکراین د ۲۰۱۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې کله چې د دغه هیواد ولسمشر ویکتور یانوکوویچ له اروپايي اتحاديي سره د سوداگریز تړون له لاسلیک کولو څخه انکار وکړ له جدي بحران سره مخامخ دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب