1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او اروپا پر روسیې خپل بندیزونه سخت کړل

مسعود جهش (AFP, AP, dpa, Reuters)۱۳۹۳ تیر ۲۶, پنجشنبه

امریکا د روسیې یو شمیر لویې مالي او د انرژي کمپنۍ په خپل تور لیست کې شاملې کړې دي. دغه بندیزونه د اوکراین د کړکیچ له کبله ولګول شول. ښايي د روانې میاشتې تر پایه پورې اروپايي ټولنه هم پر روسیې ورته بندیزونه ولگوي.

https://p.dw.com/p/1CePJ
انځور: picture-alliance/dpa

واشنگټن د چهارشنبې په ورځ (د جولای ۱۶مه) د روسیې پر وړاندې خپل ټر ټولو سخت اقتصادي بندیزونه ولگول. د دغو بندیزونو لامل د اوکراین د بیلتون غوښتونکو په آرامولو کې د روسیې پاتې راتلل په گوته شوې دي.

ولسمشر بارک اوباما، د چهارشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «زموږ له متحدینو سره یوځای چې ورسره له نزدې همغږۍ شوې دي، ما څو وارې دا خبره واضح کړې چې روسیه باید له پولې څخه د وسلو او اوکرایني جنگیالیو د لیږد بهیر ودروي.»

اوباما زیاته کړه: «تر اوسه پورې روسیه د دغو اقداماتو چې ما یې یادونه کړې ده، په عملي کولو کي پاتې راغلې ده.» هغه زیاته کړه: «په حقیقت کې له بیلتون غوښتونکو او د اوکراین پر ځمکنۍ بشپړتیا له تیري څخه د روسیې ملاتړ لا دوام لري.»

د روسيې پر اقتصادي او دفاعي کمپنيو بنديز

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې نوي بندیزونه «مهم او هدفي دي» چې موخه یې د امریکا او اروپايي ټولنې د اقتصادونو ژغورنه ده. د متحده ايالتونو د مالي چارو د ادارو په حواله په نویو بندیزونو کې پر نورو سربیره ډیر شمیر روسی مالي، اقتصادي او دفاعي کمپنۍ په تور لیست کې شاملي کړل شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چهارشنبې په ورځ برازیل ته د تلو پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې نوي بندیزونه به د روسیې او امریکا اړیکې له ستونزو سره مخامخ کړي. هغه روښانه کړه چې دغه بندیزونه به د امریکا گټو ته هم تاوان ورسوي.

ولسمشر پوتین وویل: «هغوی د خپلو نفتو د شرکتونو وضعیت په پام کې نه نیسي. هغوی تر دې مخکې هم یوه اشتباه کړې وه او اوس پر یوې بلې اشتباه باندې ټینگار کوي.»

اروپا هم پر روسیې سخت بندیزونه لگوي

اروپايي ټولنې هم پر روسیې باندې د خپلو بندیزونو د سختولو اقدام کړی دی. د دغې ټولنې غړو د چهارشنبې په ورځ پر دې توافق وکړ چې هغه روسي شرکتونه به په خپل تور لیست کې شامل کړي چې د هغو اعمالو ملاتړ کوي چې د اوکراین خپلواکي او ځمکني بشپرتیا ته تاوان رسوي.

پر دې سربیره اروپايي ټولنې د دغې ټولنې د پانگه اچوونې پر بانک باندې غږ کړی دی چې په روسیې کې خپلې پانگوونې وځنډوي. هغوی همداراز ټینگار وکړ چې د اروپا د بیا رغوني او پرمختیا بانک هم په روسیې کې خپلې راتلونکې پروژې لغو کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب