1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او اسرائیلو ایران ته ګواښ وکړ

۱۳۹۱ مرداد ۱۲, پنجشنبه

امریکا او اسرائیلو پر ایران باندې خپل فشارونه نور هم زیاتوي. د متحده ایالاتو د دفاع وزیر په اسرائیلو کې وویل چې د اړتیا په صورت کې کیدای شي چې د ایران د اتومي وسلو پروګرام د یوه پوځي اقدام په واسطه ودرول شي.

https://p.dw.com/p/15iNg
انځور: AP

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، د چهارشنبې په ورځ له خپل اسرائیلي سیال ایهود بارک، سره ولیدل. په دې لیدنه کې پنیتا وویل چې که چیرې ایران د اتومي وسلو د جوړولو له هڅو څخه لاس وا نه خلي نو «که چیرې دیپلوماتیکې هلې ځلې گټه و نه کړي نو د پوځي اقدام په شمول، ځینې نورې لارې چارې هم موجودې دي.»

پانییتا زیاته کړه چې ایران باید مخکې له دې چې امریکا ئې اتومي پروگرام له یوه پوځي اقدام سره ودروي، دې پروگرام ته د پای تکی کښیږدي. هغه وویل چې متحده ایالات په هیڅ صورت د ایران اتومی بم زغملی نه شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر یادونه وکړه چې د امریکا حکومت او د هغه متحدین پوره باور لري چې تهران له ټولو ژمنو سره سره په پټه د اتومي وسلو په جوړولو بسیا دئ. د اسرائیلو له صدراعظم سره په یوه ګډه خبري غوڼده کې پانییتا وویل چې که څه هم اوس د ایران پر ضد د پوځي اقدام خبره مطرح نه ده، خو که چیرې د ایران رژیم خپله تګ لاره بدله نه کړي نو داسې یو اقدام په راتلونکې کې له امکان څخه لیرې نه دئ:

«زه فکر کوم چې موږ باید له هیڅ شي څخه سپما ونه کړو. لکه چې د اسرائیلو صدراعظم دې خبرې ته اشاره وکړه، موږ باید هر اقدام چې لازم وي او له هر زیار څخه کار واخلو. مخکې له دې چې په یو پوځي اقدام لاس پورې کړو. زه فکر کوم دا مهمه ده.»

هغه وویل چې د ایران له رژیم سره پر دې موضوع خبرې اترې د دې هیواد له پاره یو چانس دئ او ایران باید له دې چانس څخه گټه واخلي.

خو په دې برخه کې امریکا متحده ایالاتو او د هغه د نژدې متحد اسرائیلو تر منځ د نظر اختلاف هم موجود دئ. د اسرائیلو حکومت باور نه لري چې خبرې اترې او بندیزونه دې کومه ګټه ولري. له پانییتا سره تر لیدنې کتنې وروسته د اسرائیلو صدراعظم وویل چې د ټولو ښکاره خبرو او څرګندونو سره سره، ایران باور نه لري چې لویدیځ دې د هغه د اتومی بمب مخه ونیسي: «دې وضعیت ته باید ژر بدلون ورکړل شي، ځکه وخت په تیریدو دئ.»

په ایران کې د حکومت مشری دا ادعاوې ردوي چې د دې هیواد اتومي پروګرام د هستوي وسلو د جوړولو هدف تعقبیوي. هغه وایي چې ایران حق لري چې له اتومي پروګرام څخه د ملکي هدفونو او اتومي انرژۍ د ترلاسه کولو له پاره کار واخلي.

امریکا متحده ایالاتو او د اروپا اتحادیې د ایران پر ضد یو لړ بندیزونه لگولي دي چې په دې ترڅ کې د ایران د تیلو صنعت هم تر سختو نحریمونو لاندې نیول شوي دئ. د اتمي شخړې پر سر له ایران سره د ملګرو ملتونو د پنځونو دایمي غړو او المان خبرې اترې تر اوسه پورې بې پایلې پاتې دي.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش