1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او بریتانیا له یمنه دیپلوماتان ایستلي

مسعود جهش (Reuters, AFP, AP, dpa)۱۳۹۲ مرداد ۱۶, چهارشنبه

په یمن کې امریکایي دیپلوماتان اوس هم په بیړني حالت کې دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې امریکا او انګلستان له یمن څخه خپل یو شمیر دیپلوماتان ایستلي دي.

https://p.dw.com/p/19LHn
Yemeni soldiers stand guard outside the German embassy as Yemeni demonstrators protest against the kidnapping of nine foreigners and the killing of three in north-western Yemen, in the capital Sana?a, Yemen, 29 June 2009. Hundreds of Yemenis took to the street in Sana?a to denounce the kidnapping of a German family of five and British engineer who were taken at gunpoint along with two German theology students and a South Korean teacher while on a weekend excursion in the restive Yemeni province of Saada. The bodies of the two German female students and the South Korean teacher were found in Saada three days after the kidnapping. The fate of the German family and the British engineer is still unknown as army and security forces continue combing vast mountainous and desert areas in northern Yemen. EPA/YAHYA ARHAB +++(c) dpa - Report+++
Deutsche Botschaft Jemen Archivانځور: picture-alliance/dpa

د سه شنبې په ورځ متحده ایالاتو او انګلستان د یمن له پلازمینې صنعا څخه خپل یو شمیر دیپلوماتان وایستل. دغه کار تر هغه وروسته وشو چې په دې ښار کې د القاعدې له خوا د بمي برید په اړه ګواښونه ورکړل شول. په عین حال کې یوې احتمالي امریکایي بې پیلوټه الوتکې په یمن کې د القاعدې څلور شکمن غړي وژلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په یمن کې له خپلو یو شمیر دیپلوماتانو څخه وغوښتل چې له دې هیواد څخه ووځي. د بهرنیو چارو وزارت همداراز په یمن کې له میشتو ملکي امریکایانو څخه غوښتي ول چې له دغه هيواده ووځي.

تر هغه وروسته چې امریکا متحده ایالاتو په افریقا او منځیني ختیځ کې د القاعدې د یوه احتمالي برید په اړه معلومات ترلاسه کړل، هغوی په يو شمېر هيوادونو کې خپل ۱۹ سیاسي دفترونه وتړل.

انګلستان هم د سه شنبې په ورځ له یمن څخه خپل یو شمیر دیپلوماتان راوایستل. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دا یو «موقتي» اقدام دی.

په همدې حال کې یمني چارواکو د دوشنبې په ورځ د القاعدې د ۲۵ شکمنو غړو د نیولو امرونه صادر کړل. دې هیواد ویلي دي چې دغو کسانو د یمن په صنعا او یو شمیر نورو ښارونو کې ترهګر بریدونه پلان کړي دي.

د یمن له خوا خبرداری

د یمن د کورنیو چارو وزیر خبر داری ورکړی دی چې د هغه حکومت داسې معلومات په لاس کې لري چې له مخې یې یاغیان غواړي په دې هیواد کې پر بهرنیو دفترونو او سازمانونو باندې بریدونه وکړي. په عین حال کې یمني چارواکو د دغه هیواد د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا ته هم امنیتي تدابیر لا ټینګ کړي دي. اوس په صنعا کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا زغروال موټر، ټاکونه او د پولیسو موټر معلومیږي. په عین حال کې له یمني لوړ پوړو چارواکو څخه هم غوښتل شوي دي چې په خپل تګ راتک کې لږوالی راولي.

کله چې د یمن ولسمشر له امریکا متحده ایالاتو څخه بیرته خپل هیواد ته ستون شو نو یوازې د هغه زوی وتوانید چې هغه وویني. د ولسمشر د راتلو په اړه معلومات د امنیتي دلایلو له کبله له ډیر شمیر لږو کسانو سره شریک شوي ول.

د ځای پر ځای شوي بم په اړه غلط خبرداری

د سه شنبې په ورځ امریکا متحده ایالاتو په میلان ښار کې په خپله قنسلګرۍ کې بیړنۍ حالت اعلان کړ. دا کار ترهغه وروسته وشو چې امریکایي چارواکو یو شکمن لیک ترلاسه کړ چې پکې د یوې چاودني خبره شوې وه. خو تر څیړنو وروسته بیا روښانه شوه چې دغه معلومات غلط ول او په سیمه کې کوم بم نه وو ځای پر ځای شوی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب