1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او جاپان د شمالي کوریا پر ضد د اقداماتو خبره کړې

۱۳۹۶ مرداد ۹, دوشنبه

د جاپان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر سره د شمالي کوریا پر ضد د لا ډیرو اقداماتو د ترسره کولو پر اړتیا باند خبرې کړې دي. دواړه مشران غواړي چې چین په دې برخه کې لا ډیر نقش ولوبوي، خو بیجینګ زړه نا زړه ښکاري.

https://p.dw.com/p/2hQTT
USA Trump und Abe in Mar-A-Lago
انځور: picture alliance/dpa/S. Shimbun

د امریکا متحدو ایالات ولسمشر دونالد ترمپ، اعلان وکړ چې دی او د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې، تر تليفوني خبرو وروسته، په دې نظر شوي دي چې د شمالي کوریا د توغندیو پروګرام «یو لوی او مخ پر لویدونکی مستقیم ګواښ» رامنځ ته کوي.

له سپینې ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «نن ولسمشر دونالد ترمپ او د جاپان لومړی وزیر شینزو ابي، په تليفوني خبرو کي د شمالي کوریا له خوا د یوه بل قاره یي بالیستیک توغندي د توغونې په اړه بحث وکړ. دواړو مشرانو موافقه وکړه چې شمالي کوریا امریکا متحدو ایالاتو، چاپان، د کوریا جمهوریت او د سمې نورو نزدې او لیرو هیوادونو ته مخ پر ډیریدونکي ډول یو مستقیم او لوی ګواښ رامنځ ته کوي.»

په بیانیه کې راغلي دي چې پر شمالي کوریا باندې نوي اقتصادي او دیپلوماتیک فشارونه رامنځ ته شي: «ولسمشر ترمپ د امریکا متحدو ایالاتو هغه قوي ژمنه چې د خپل هیواد له ټولو وړتیا څخه په ګټه اخیستلو سره به د هر ډول برید پر وړاندي د جاپان او د کوریا د جمهوريت ساتنه وکړي.»

ابې په عین حال کې خبریالانو ته ویلي دي چې د شمالي کوریا د کړکیچ د حلولو له پاره د سوله ییزې حل لارې د موندلو هڅې ناکامه شوې دي.

ابې وویل: «د چین او روسیې په ګډون، نړیواله ټولنه باید وضعیت جدي ونیسي او [پر شمالي کوریا باندې] فشار ډیر کړي.»

د جاپان لومړي وزیر دا هم ویلي دي چې واشنګټن او توکیو به د رامنځ ته شوي وضعیت پر ضد د مقابلې له پاره په اقداماتو لاس پوري کړي. د جاپان لومړي وزیر په دې اړه معلومات ور نه کړل چې د شمالي کوریا پر ضد به په دقیق ډول کوم اقدامات وشي، خو تر دې مخکې د جاپان حکومت د شمالي کوریا پر وړاندې پوځي اقدامات رد کړي دي.

د جنوبي کوریا ولسمشر جای این، هم ویلي دي چې ژر له ترمپ سره د پیښې په اړه خبرې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي ګواښ

د ترمپ او ابې تر خبرو لږ مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو استازې نیکي هیلي، ویلي ول چې «هیواد یې نور له شمالي کوریا سره خبري نه کوي». هغې زیاته کړې وه چې جنوبي کوریا او جاپان هم باید د شمالي کوریا د ګواښ د مهارولو له پاره لا ډیر اقدامات وکړي.

هیلي زیاته کړې وه چې چین باید روښانه کړي چې ایا پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د لا ډیرو بندیزونو ملاتړ کوي او که نه. خو هیلي روښانه کړې وه چې «د شمالي کوریا پر ضد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بل هر ډول اعلامیه چې په عمل کې فشارونه نه ډیروي، ارزښت نه لري».

شمالي کوریا د جولای پر۲۹مه نیټه د قاره يي بالیستیک توغندیو یوه نوې آزموینه وکړه. دغه آزموینه ښيي چې پیانګیانګ کولای شي امریکا متحد ایالات خپل هدف وګرځي. آزموینې د چین او امریکا سختې نیویکې راوپارولې.

ترمپ په خپل تویتر ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي چې هغه د شمالي کوریا په موضوع کې د چین له اقداماتو راضي نه دی. هغه ټینګار کړی دی چې چین له امریکا متحدو ایالاتو سره له تجارته ګټه اخلي خو د شمالي کوریا په برخه کې یې هیڅ هم نه دي کړي. خو چینایي چاررواکي بیا استدلال کوي چې د بیجینګ او واشنګټن سوداګري د شمالي کوریا د توغندیو له پروګرام سره تړاو نه لري.