1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او روسیې په سوریې کې پر اروبند موافقه کړې

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ شهریور ۲۰, شنبه

امریکا متحدو ایالات او روسيې په سوريه کې د اوربند ساتلو په هکله پر یوې طرحې موافقه کړې ده. همدارنګه دغه دواړه هیوادونه د یوه احتمالي پوځي همکارۍ په هکله هم سره سلا شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Jzhr
انځور: picture-alliance/dpa/E. Sansar

ټاکل شوې ده چې سره له دوشنبې ورځي څخه به په سوریه کې اوربند رامنځته شي. امریکا متحد ایالات او روسیه د اوربند د عملي کولو پر یوې طرحې او همدارنګه د سوریې د شخړې د حل له پاره د یوه سیاسي حل لارې د لټولو پرسر موافقې ته سره رسیدلي دي. په تیرو پنځو کلونو کې د دغې کورنۍ جګړې دوام د په سونو زره انسانانو ژوند اخیستی دی.

دامریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د هغه روسي سیال سرګي لاوروف تر اوږدو خبرو اترو وروسته تیره شپه اعلان وکړ چې سربیره پر دې هیوادونه یې غواړي په سوریه کې یوه له بل سره پوځي همکارۍ هم وکړي.

ټاکل شوې ده چې د دوشنبې له ماښام (د سپټمبر میاشتې ۱۲) څخه دغه اوربند عملي شي. د کېري په وینا، واشنګټن او مسکو غواړي د اوربند له پیل څخه ۷ ورځې وروسته په هغه صورت کې چې واقعاً هم عملي شي، نظامي همکاري پيل کړي. د دغو همکاریو هدف په سوریه کې د النصره جبهې، داعش یا«اسلامي دولت» ډلې او القاعدې شبکې پر وړاندی ګډه مبارزه ده.

لاروف وویل چې واشنګټن او مسکو پر هغو سیمو هم موافقې ته رسیدلي دي چې ټاکل شوی ده په راتلونکي کې به دغه دواړه هیوادونه پکښې د ترورستانو پرضد عملیات ترسره کړي. د دواړو وزیرانو په خبره د پټو اطلاعاتو او همدارنګه د هغو اهدافو په هکله د معلوماتو پر شریکولو هم موافقه رامنځته شوی چې تر برید لاندي نیول کیږي.

"د اوښتون ټکې"

کېري د سوریې جګړې په مساله کې "د اوښتون ټکې" خبره وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د امریکا او روسیې مواففتنامه بالاخره د سوریې اړینو خلکو ته د خیریه سازمانونو په وسیله، بشري مرستو رسولو ته لاره هواره وي. د هغه په خبره دا پراخې خبري اترې د سیاسي انتقال بهیر ته لاره اواروي چې داوړه هیوادونه به دې موخې ته د رسیدو په برخه کې همکاري وکړي.

لاروف زیاته کړه چې مسکو لا پخوا د دغه اوربند په هکله د سوریې حکومت موافقه ترلاسه کړی ده. همدارنګه کېري په دغه خبري غونډه کې وویل چې امریکا متحدو ایالاتو هم له خپل لوري د سوریې د اپوزیسیون موافقه ترلاسه کړی ده. د هغه په خبره د سوریې اپوزیسیون تياری ښودلې، څو تر هغه وخته پورې چې د ژنیو موافقتنامه د مقابل لوري له خوا مراعت شي، له وسلو به کار وا نه خلي.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په دې ترڅ کې اشاره وکړه چې هیواد یې د سوریې د یوې سوله اېز حل لارې له پاره سازشونو ته هم غاړه ایښې ده. نوموړي زیاته کړه چې ولسمشر اوباما «اضافي ګامونه» اخيستي دي، څو بالاخره په سوریه کې وینه تویدنه پای ته ورسیږي. د هغه په خبره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم دغې موخې ته د رسیدلو له پاره کوښښ کړی دی.

سوریې ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ديمیستورا، هم د دغې موافقنامې هرکلۍ کړی دی. نومړي زیاته کړه ده چې په ملګرو ملتونو پورې اړوند سازمانونه تیار دي چې د اروبند له پیل سره سم د سوریې په محاصره شوو سیمو کې په سونو زره اړینو کسانو ته مرستې ورسوي. ديمستورا زیاته کړه چې بالاخره د سوریې خلک یو ځل بیا هیله من شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب