1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او چین د اقلیم ساتنې د اهدافو پر سر توافق ته رسیدلي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۱, چهارشنبه

په پیکینگ کې د امریکا او چین د دوو ورځنیو خبرو اترو وروسته د متحده ایالاتو حکومتي استازو د یوه پرمختگ خبره کړې ده. د چین د خلکو جمهوریت د لومړي ځل له پاره د گلخانه یي گازونو د کمیدو له پاره یوه تقریبي نېټه ټاکلې ده.

https://p.dw.com/p/1DlfQ
Symbolbild Treibhausgase Klimawandel Umweltverschmutzung
انځور: picture alliance/AP Images

د ورکړل شویو رپوټونو له مخې چین او امریکا متحده ایالات د څو میاشتو د خبرو اترو وروسته د کاربن ډای اکسایډ د راکمیدو په برخه کې د نویو اهدافو پر سر یوې موافقې ته رسیدلي دي. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، په پیکینگ کې د خپل چینایي سیال شي جین پینگ، سره یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: «دا د امریکا متحده ایالاتو او چین په اړیکو کې یو مهم ټکی دی.»

په پیکینگ کې د دوه ورځنیو خبرو اترو په پای کې دواړو اړخونو د اقلیم د بدلون او د بدیل وړ انرژۍ په برخه کې د گډ کار کولو په هکله یوه اعلامیه خپره کړه.

چین غواړي چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې د کاربن ډای اکسایډ گاز د افرازاتو د راکمولو په برخه کې خپل لوړ هدف ته ورسیږي. خو شي جین پینگ په مستقیمه توگه د گل خانه یي گازونو د راکمولو په برخه کې ځان مکلف نه بولي. چین د خپلې اړتیا وړ انرژي پوره کولو له پاره د سکرو نویو بټیو جوړولو ته ادامه ورکوي. خو شي جین پینگ وویل چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به په مختلط انرژۍ کې د غیر عضوي سون موادو برخه تر ۲۰ فیصدو پورې لوړه کړي.

امریکا متحده ایالات په خپل وار غواړي چې تر ۲۰۲۵م کاله پورې د گل خانه یې گازونو افراز د ۲۰۰۵م کال د سطحې په پرتله له ۲۶ څخه تر ۲۸ سلنه راکښته کړي. د امریکا متحده ایالاتو د حکومت د چارواکو په حواله دواړه هیوادونه غواړي چې په خپل خودي مکلفیت سره نور هیوادونه دې ته وهڅوي چې خپل ځان ته د گل خانه یي گازونو د راکمیدو له پاره خپله اهداف وټاکي. پر دې سربیره دوی غواړي چې په راتلونکي کال کې په پاریس کې د اقلیم ساتنې په برخه کې د نوي تړون په برخه کې خبرو اترو ته جدیت ورکړي.

«دا یو تاریخي گام دی»

امریکايي استازو دغه توافق د یوه پرمختگ په توگه ستایلی دی. یوه امریکایي چارواکي ويلي دي: «دا یو تاریخي گام دی. دا د امریکا متحده ایالاتو او چین په اړیکو کې یو مهم ټکی دی.» نوموړو چارواکو په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دا لومړی ځل دی چې چین یو دغسې تړون تائید کړی.

په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر میچ مېک کونیل، چې اوس په دغه خونه کې اکثریت لري په عاجل ډول د متحده ایالاتو له لوري پر څرگند شوي هدف د یوه «غیر واقعبینانه پلان» په توگه نیوکه کړې ده. د هغه په وینا اوباما غواړي چې دغه پلان پر خپل راتلونکي ځای ناستي باندې تحمیل کړي.

تر اوسه د اقلیم ساتنې له پاره نړیوالې خبرې اترې ورو پر مخ روانې دي. په پام کې ده چې د ۲۰۱۵م کال په پای کې په پاریس کې د اقلیم ساتنې په هکله یو نوی تړون تصویب شي. تر اوسه پر نورو سربیره امریکا متحده ایالات او چین په الزامي توگه د گلخانه یي گازونو د راکمولو هدفونو مخکې نیولي دي. د نړۍ دغه دوه ستر اقتصادي قدرتونه په عین وخت کې د ځمکې پر سر د کاربن ډای اکسایډ گاز تر ټولو زیات تولیدونکي هیوادونه دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب