1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او چین د خپلو همکاریو لمن پراخه کړه

(AFP, Reuters, AP) / عبدالباري حکیم۱۳۹۲ خرداد ۱۹, یکشنبه

د متحده ایالاتو او چین ولسمشرانو موافقه وکړه چې د شمالي کوریا د غیرهستوي کولو له پاره به په ګډه کار وکړي. هغوی د اقلیمي بدلون او د سایبر(کمپیوتري) امنیت په هکله د همکاریو ژمنه هم وکړه.

https://p.dw.com/p/18mPi
انځور: Reuters

د متحده ایالاتو د ملي امنیت لوړ پوړي چارواکي، تام دانیلون وویل چې د کلفورنیا د «سنی لندز» په ټاټوبي کې اوباما او شي جین پینګ، د خپلې دوه ورځنې سرمشریزې په پای کې د شمالی کوریا د اتومي پروګرام په هکله «یوه ډیر ښه توافق» ته ورسیدل. دانیلون چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا مشاور هم دی، وویل: «دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د هغوی هیڅ یو دا منلی نه شي چې شمالي کوریا دې په هستوي وسلو سمبال په یوه دولت واوړي. په همدې وجه موږ د نوموړي هیواد د غیر هستوي کولو له پاره له یو بل سره همکاري او خبرې کوو.»

دانیلون د کوریا په ټاپو وزمه کې د شمالي کوریا د هستوي بم او د توغندي آزموینو د غیر قانونیت او د نوموړي هیواد د وروستیو تندو او لمسوونکو ویناو په هکله د چین د وروستي نه موافقت، څخه ستاینه وکړه. په یوه جلا خبري کنفرانس کې د چین د دولتي چارو مشاور، یانګ جیشي وویل چې د چین نوي ولسمشر اوباما ته ډاډ ورکړ چې په نوموړو موضوعاتو کې «هغوی دواړه ګډ دریځ او ګډ هدف لري.»

پر اقلیمي بدلون هوکړه

اوباما او شي جین پینګ د جمعې او شنبې په ورځو په خپله سرمشریزه کې په ټولیزه توګه د اتوو ساعتونو له پاره د یو بل سره ولیدل او د راتلونکو کلونو له پاره یې د چین او امریکا د اړیکو بنسټ کیښود.

د واشنګتن او پيکینګ په اړیکو کې دا لومړی ځل دی چې د دواړو هیوادونو مشران یو بل سره په شخصي جامو کې د کلفورنیا د ایالت په یوه ښکلی باغ کې له یو بل سره قدم وهي او د خپلمنځي اړیکو او د نړۍ په مسایلو باندې پرته له ډیرو تشریفاتو خبرې کوي. دا ډول لیدنه کتنه دواړو مشرانو ته زمینه برابروي تر څو یو بل له نزدې سره وپیژني او شخصي اړیکې سره ټینګې کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا مشاور، دانیلون وویل چې دواړو مشرانو په غیرعادې توګه له یو بل سره د نړیوال اقلیمي بدلون پر موضوع باندې د ملګرتیا په فضا کې خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې هغوی به په خپلو صنایعو کې د هایدرو فلور کاربن څخه د استفادې کچه راټیټه کړي. هغه داسې یوه ماده ده چې د اقلیم د تاواني کیدو سبب ګرځي. په حقیقت کې دغه ماده د ګل خانه یي نومې ګاز د تولید ستره سرچینه ده.

دسپینې ماڼۍ د وینا له مخې په ټوله نړۍ کې د هایدرو فلور کاربن له کمولو سره به تر ۲۰۵۰ کاله پورې څه ناڅه ۹۰ ګیګا ټن کاربن دای اکساید راکم شي، دا اندازه په حقیقت کې په ټوله نړۍ کې د دوو کلونو ګلخانه یي ګاز له افرازاتو سره معادله ده. چین د نړۍ د هایدرو فلور کاربن د سترو تولیدونکو څخه شمیرل کیږي او تر ورستیو وختونو پورې هم د ګلخانه یي ګازو د کمولو له پاره یې نړیوالو فشارونو ته سر نه ښکته کاوه.

د سایبر د امنیت په برخه کې نه پرمختګ

د سایبر (کمپیوتري) امنیت په موضوع کې اوباما شک څرګند کړ چې چین دې د امریکا د متحده ایالاتو پر تجارتي شرکتونو او پوځي تکنالوژۍ باندې بریدونه کړي وي. دانیلون وویل چې اوباما د چین ولسمشر ته وویل چې د سایبرغلا د هغوې په اړیکو کې یو «سترخنډ» پاتې دی او که چیرې پاملرنه ورته ونه وشي، کیدای شي د یوې «ډیرې سختې ستونزې» په توګه پاتې شي.

که څه هم د نوموړې موضوع په پالیسۍ کې کوم پرمختګ ونه شو، خو د رپوټ له مخې د چین ولسمشر اوباما ته ډاډ ورکړ چې پیکینګ به په دې اړه «د ریښتیني همکارۍ» له پاره چمتو دی.