1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: ایران باید وښیي چې په رښتیا هم خبرو اترو ته حاضر دئ

۱۳۹۱ فروردین ۲۶, شنبه
https://p.dw.com/p/14dvu

د امريکا متحده ايالاتو پر ايران ږغ کړی دئ چي د خپل اټومي پروگرام په هکله په پلان سوو خبرو اترو کي جديت وښيي. د ايالتونو د ولسمشر باراک اوباما يوه مشاور د دغو څرگندونو تر څنگ زیاته کړې ده چي په يوه ملاقات کي ښايي ټولې ستونزي هواري نه سي.

د اوباما مشاور زياته کړې ده چي ايران بايد وښيي چي په رشتيا هم د خپل اټومي پروگرام په هکله جدي خبرو اترو ته حاضر دی. دا په داسي حال کي ده چي د ايران د اټومي پروگرام پر موضوع د ايران او د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د دايمي غړو او المان تر منځ خبري اتري د شنبې په ورځ د ترکيې په استانبول کي پېلېدونکي دي.

د يوه کال راهيسي دا لومړی ځل دی چي داسي خبري اتري تر سره کيږي. لوېديځ پر ايران تور لگوي چي د ملکي اټومي پروگرام تر نامه لاندي هڅه کوي چي اټومي وسلې جوړي کړي. ايران بیا دغه تورونه په سخته ردوي.