1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا ته دي د مسلمانانو د راتګ مخه ونیول شي»

۱۳۹۴ آذر ۱۷, سه‌شنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو ګونډي ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو کانديد دونالد ترمپ، غوښتي چې امریکا ته دې د مسلمانانو د رسیدو مخه ونیول شي. ترمپ دغه څرګندونې په کلفورنیا کې تر یوه برید وروسته کړې دي.

https://p.dw.com/p/1HJ8R
Republikaner USA Wahlkampf Donald Trump
انځور: Reuters/L. Nicholson

د امریکا متحدو ایالاتو په ولسمشریزو ګوندي ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو مخکښه کانديد دونالد ترمپ، د دوشنبې په ورځ وویل چې «مسلمانان باید تر هغه وخته پوري امریکا ته له ننوتو وګرځول شي چې زموږ د هیواد استازي په هغه څه چې جریان لري ځان پوه کړي.»

ترمپ چې یو میلیاردر هم دی، د خپل کمپاین له پیلولو راهیسې وخت ناوخت داسې بیانیې ورکوي چې سخت غبرګونونه راپاروي.

ویل کیږي چې د ترمپ کمپاین داسې نظر پوښتنې هم خپرې کړي دي چې د ډیرو مسلمانانو له خوا د امریکايانو پر ضد کرکه ښيي.

ترمپ ویلي دي: «دا چې دغه کرکه له کومه او ولي راځي، موږ باید پرې ځان پوه کړو. خو تر هغه وخته پوري چې موږ په دي ستونزې پوهیږو، هغه او له کبله یې خطرناکه رامنځ ته کیدونکو ګواښونه درکوو، زموږ هیواد د داسې کسانو د بریدونو هدف نه شي کیدای چې یوازي په جهاد باور لري، د انسان ژوند ته درناوی نه لري او ورسره دلیل نه شي ویل کیدای.»

د ترمپ دغه څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې د ډیرو کسانو له خوا وغندل شوي. د دیموکراتانو نوماند مارتین او مالي، ترمپ یو «عوام فریبه فاشست» بللی دی.

ترمپ په وروستیو وختونو کې د خپلو بیانیو پر مهال پر مسلمانانو باندي لفظي بریدونه کوي. هغه د خپل کمپاین د پیلولو پر مهال ویلي ول چې مکسیکویان جنسي تیري کوونکي او جنایت کاران دي. د هغه دغه څرګندونې هم له سخت غبرګون سره مخامخ شوي وې.