1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغان سرتیري په امریکا کې لادرکه شوي دي

۱۳۹۵ مهر ۱۵, پنجشنبه

د امریکا د دفاع وزارت وايی چې یوازې د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې ۴۴ افغان سرتیري لا درکه شوي دي او دوی یې تر اوسه په موندلو نه دي بریالي شوي. دغه افغان سرتیري د پوځي روزنو له پاره امریکا ته استول شوي وو.

https://p.dw.com/p/2Qvs4
Gleitschirmfliegen in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د پنتاګون په وینا که چیرته یو سرتیری د روزنې پر مهال د ۲۴ ساعتونو لپاره پرته له اجازې لا درکه شي، دوی د امریکا د کورني امنیت ادارې ته خبر ورکول کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون چارواکو ویلي دي چې د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې امریکا ته لیږل شوي ۴۴ افغان سرتیري لادرکه شوي دي او داسې انګیرل کیږي چې دوي غواړي په امریکا کې ژوند او په ناقانونه توګه کار وکړي.

که څه هم په امریکا کې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د ټولو روزل شوو سرتیرو په مقایسه چې شمیر یې ۲۰۰۰ ته رسیږي، دغه شمیر ډیره ټیټه ده خو بیا هم دغې پیښې د روزنې د بهیر د امنیتي چارو او د نوم لیکنې د بهیر په هکله پوښتې را ولاړې کړي دي.

دغه پیښه کیدای شي د باراک اوباما د ادارې لپاره د شرم خبره وي ځکه چې امریکا د ۱۵کلنې جګړې له مصارفو د خلاصون لپاره پر دغه پروګرام میلیاردونه ډالر لګولي دي.

د افغان سرتیرو تیښته کیدای شي د ډیموکراتانو د نوماند دونلد ترمپ، او د هغه د پلویانو لخوا تر سختو نیکو لاندي راشي ځکه دوی د اوباما پر ادارې له اسلامي هیوادونو څخه د مهاجرینو د مخنیوي په اړه د لازمو تدابیر د نه شتون په هکله نیوکې کوي. دونلد ترمپ د بري په صورت کې په دې هکله د سختو کړنلارو د عملي کولو ژمنه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي چې په امریکا کې د پوځي روزنې په بهیر کې د بهرنیو سرتیرو د تیښتې پیښې شتون لري خو د افغان سرتیرو د تیښتې پیښې زیاتې دي او دا شمیرې د اندیښنې وړ دي.

د پنتاګون ویاند ادم ستمپ، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې یوازې په سپتمبر میاشت کې اته افغان سرتیري پرته له اجازې له پوځي اډو وتلي دي. هغه همدا راز وايي چې د ۲۰۱۵م کال د جنوري له میاشتې راهیسې د ټولو لادرکه شویو افغان سرتیرو شمیر ۴۴ تنه دی. دغه شمیر له دې مخکې له رسنیو سره نه وو شریک شوی.

ستمپ وايی: «د دفاع وزارت په داسې لارو فکر کوي چې د روزنې شرایط منظم شي څو په امریکا کې تر روزنې لاندې د سرتیرو د تیښتې پیښې را ټیټي شي.»

ستمپ وايي چې مخکې له دې چې افغان سرتیري امریکا ته د روزنې له پاره راشي، دوی د بشري حقونو د نقض او همدا راز له ترهګرو ډلو سره د اړیکو له یو لړ آزموینو تیریږي.

طالب جنګیالي کله نا کله د افغان ملي اردو په لیکو کې شاملیږي او پر افغان او امریکايي پوځیانو باندې بریدونه ترسره کوي، خو دغه پیښې د پخوا په پرتله د سختو امنیتي تدابیرو په نتیجه کې اوس ډیرې کمې شوې دي.

ترمپ چې د مهاجرینو پروړاندې د جدي اقداماتو پلان لري د مکسیکو پر پولې د دیوال جوړولو ترڅنګ غواړي چې په موقت ډول له اسلامي هیوادونو امریکا ته په راتلونکو کسانو بندیز ولګوي.

عمر متین چې پلار یې په افغانستان کې زیږیدلی وو، د جون په میاشت کې د امریکا په اورلانډو ایالت کې د همجنسبازانو پر کلپ برید وکړ چې په پایله کې یې ۴۹ کسان ووژل شول. د دې پیښې په هکله ترمپ وویل چې پر مهاجرینو بندیز به تر هغه وخته پورې دوام وکړي ترڅو امریکا ته د راتلونکو کسانو په هکله بشپړ معلومات ترلاسه نه شي.

پر روزنې د میلیاردونو ډالرو مصرف

واشنګټن له ۲۰۰۲م کال راهیسې د افغان سرتیرو د روزنې او تجهیز بهیر ته تر ۶۰ میلیاردو ډالرو ډیره بودیجه ځانګړې کړې ده، خو په ورته وخت کې په دې هیواد کې امنیتي حالت د اندیښنې وړ دي. په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا تر یرغل وروسته طالبان تر بل هر وخت د افغانستان ډیره خاوره تر ولکې لاندې لري.

د روان کال په پیل کې اوباما پلان درلود چې په افغانستان کې د امریکايې سرتیرو شمیر نیمايي ته راټیټ کړي، خو د تمې خلاف یې د خپل واک تر پایه په دې هیواد کې د ۸۴۰۰ سرتیرو د پاتې کیدو پریکړه وکړه.

د پوځیانو په دغه روزنیر پروګرام کې له ټولې نړۍ څخه امریکا ته سرتیري راځي ترڅو نظامي اړیکې یې پراخه شي او د ګډو عملیاتو وړتیا پیدا کړي.

د افغان سرتیرو د تیښتې په هکله ویل کیږي چې دوی د امریکا د پوځ په حربي ښوونځي او د استخباراتي معلوماتو د راټولولو د روزنې لپاره امریکا ته راغلي وو. چارواکو د دغو افغان سرتیرو د نوم او د رتبې په هکله نور معلومات نه دي ورکړي.

که چیرته په امریکا کې تر روزنې لاندې یو سرتیری پرته له اجازې د ۲۴ ساعتونو څخه د ډیر وخت لپاره غیرحاضر شي، د امریکا د کورني امنیت وزارت ته په دې هکله خبر ورکول کیږي.

د تیښتې یواځې په یوه پیښه کې د امریکا د دفاع وزارت منلې وه چې یو افغان سرتیري په داسې حال کې د کاناډا د پولیسو لخوا نیول شوی وو، چې غوښتل یې له امریکا څخه کاناډا ته داخل شي.

کارپوهان وايي چې د افغان سرتیرو ټیټ مورال، د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره کمه نظامي روزنه او په وخت د تنخوا نه رسیدل هغه لاملونه دي چې افغان سرتیري له دندې څخه تیښتې ته اړ کوي.