1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا خپل سفارتونه بیرته پرانیزي

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۱۹, شنبه

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي په پام کې لري خپل ۱۸ سفارتونه او قونسلګرۍ چې د نړیوالو ترهګریزو بریدونو د ویرې له امله یې تړلي ول بیرته پرانیزي. خو یوازې په یمن کې د متحده ایالاتو سفارت لا هم تړلی پاتې کیږي.

https://p.dw.com/p/19NL8
انځور: Scott Nelson/AFP/GettyImages

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست نهمه) اعلان وکړ چې په منځني ختیځ او افریقا کې خپلې دیپلوماتیکې نمایندګۍ چې تیره اوونۍ د ترهګریزو بریدونو د ویرې له امله تړل شوې وې بیرته پرانیزي. د نوموړي وزارت په وینا دوی به په یمن کې وضعیت ته په کتو سره په پلازمینه صنعا کې د سفارت پرانیستلو له پاره وروسته کومه نیټه اعلان کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جېنفر پساکي وویل: «زموږ سفارت به په صنعا کې د ګواښ د ویرې له امله چې په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې له لوري د احتمالي بریدونو ښکاروندوي کوي، تړلی پاتې شي.»

تیره اوونۍ د دغو سفارتونو د تړلو پریکړه د القاعدې د مشرانو تر منځ په یوه پیغام کې د سترو بریدونو د پلانولو وروسته وشوه. په پام کې ده چې دغه سفارتونه به د یکشنبې او یا هم د دوشنبې په ورځ پرانیستل شي.

تر دې د مخه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، په سیمه کې د القاعدې د پیاوړې کیدو په اړه تبصره وکړه. هغه وویل: «هغه ډیره منظمه او نسبتا منسجمه القاعده چې پر موږ یې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر یوولسمه برید کړی، ځپل شوې ده. هغه ډیره ضعیفه شوې ده او د عملیاتو ظرفیت نور نه لري.»

هغه په دې برخه کې په محتطانه توګه په عربي ټاپو وزمه کې خطرناک وضعیت ته په اشارې سره وویل چې بنسټ پاله په دغه ځای کې له القاعدې سره تړاو لري. هغه زیاته کړه: «اوس هم د AQAP [په عربي ټاپو وزمه کې القاعده] په شان سیمه ییز سازمانونه شته چې خطر پیښولای شي.»

د متحده یالاتو د بهرنیو چارو وزرات ویاندې وویل چې د پاکستان د لاهور په ښار کې به د متحده ایالاتو قونسلګري چې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست اتمه) د یوه جلا ګواښ له امله تړل شوې وه، تړلي پاتي وي.