1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د اسامه بن لادن زوی په خپل تور لیست کې شامل کړ

۱۳۹۵ دی ۱۷, جمعه

امریکا متحدو ایالاتو د اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن، نوم د ترهګرو په تور لیست کې شامل کړی دی. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې حمزه د امریکا د ملي امنیت له پاره ګواښ دی.

https://p.dw.com/p/2VNzT
Hamza bin Laden Sohn von Osama Bin Laden
انځور: picture-alliance/dpa/Abacapress.com

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ پر حمزه باندې بندیزونه اعلان کړل او هغه یې یو نړیوال ترهګر وباله. د دې وزارت په یوه بیانیه کې راغلي دي: «حمزه بن لادن په فعاله توګه په ترهګرۍ کې لاس لري.»

د ترهګرو په لیست کې د حمزه بن لادن له شاملیدو سره هغه نور د امریکا متحدو ایالاتو له مالي سیستمونو څخه ګټه نه شي اخیستی او له امریکایانو سره تجارت نه شي کولای. پر دې سربیره که هغه په امریکا کې دارایي هم ولري نو کنګلیږي.

د القاعدې اوسني مشر ایمن الظواهري په ۲۰۱۴م کال کې حمزه په رسمي توګه د القاعدې ترهګري ډلي غړی وباله. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې حمزه په وروستیو وختونو کې ډیر فعال شوی دی، د لویدیځو هیوادونو په پلازمینو کې بریدونه ته خلک هڅوي او له امریکا متحدو ایالاتو څخه د خپل پلار د غچ اخیستلو هوډ لري.

د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي دي: «په ۲۰۱۵م کال کې [حمزه] بن لادن په واشنګټن، پاریس، او تل ابیب کې د امریکا، فرانسې او اسرائیلو د ګټو پرضد د بریدونو غوښتنه وکړه.»

اسامه بن لادن په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو. د هغه په کور کې موندل شويو اسنادو ښوولې وه چې حمزه هغه وخت په ایران کې نظر بند وو. په موندل شویو ليکونو که حمزه له خپل پلاره غوښتي وو چې هغه وروزي.