1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د اسلامي دولت، پر ضد بریدونو ته دوام ورکړ

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۲, چهارشنبه

د امریکا جنگي جېټ الوتکو په دویمه شپه هم په سوریه کې د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې پر مورچلو بمبارۍ وکړې. د دغو بریدونو د مشروعیت په هکله په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د عموي اسامبلۍ په حاشیه کې بحثونه پېل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1DJVU
انځور: Reuters/Mass Communication Specialist 3rd Class Brian Stephens/U.S. Navy

په فلوریدا کې د امریکا متحده ایالاتو د قومندۍ عمومي مرکز خبر ورکړی دی چې د سوریې د «دیر الزور» په سویل لویدیځه برخه کې د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ملېشې پر دوو مورچلو باندې بمبارۍ شوې دي. همداشان په عراق کې هم امریکايي هوايي ځواکونو یو برید تر سره کړی دی. دغه برید د پلازمېنې بغداد په شمال لویدیځه څنډه کې تر سره شوی دی.

امریکا متحده ایالاتو د دوشنبي په شپه له خپلو پنځو عربي متحدینو سره د لومړي ځل له پاره د اسلامي دولت، نومې تندلارې ډلې پر ضد خپل بریدونه له عراق څخه سوریې ته وغځول. د بشري حقونو د فعالانو د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې د نوموړې تندلارې ډلې ۷۰ جنگیالي وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې پر دې سربیره د امریکا متحده ایالاتو په هوایي بریدونو کې د خراسان په نوم د بلې تندلارې ډلې چې ډیره مشهوره نه ده، پنځوس جنگیالي وژل شوي دي. ویل کیږي چې د خراسان، په نوم ډله په سوریه کې د القاعدې د څانگې متحده ده.

د امریکا متحده ایالاتو د معلوماتو له مخې په سوریه کې د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې پر وړاندې بریدونه د عراق په غوښتنه تر سره شوي دي. امریکا متحده ایالاتو په یوه لیک کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ته لیکلي دي: «د عراق حکومت له متحده ایالاتو غوښتنه کړې چې د نړیوالو اقداماتو مشري وکړي چې په سوریه کې د اسلامي دولت پر مورچلو او پوځي سنگرونه باندې بریدونه وشي.» په دغه لیک کې وړاندې ویل شوي دي چې عراق د خپلو وگړو د خوندیتوب او د پولې د ساتلو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

Infografik Karte Angriffe gegen den Islamischen Staat (IS) Deutsch

دغه لیک چې په ملگرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیري سمنتا پاور، له لوري لاسلیک شوی پکښې دا خبره په ډاگه شوې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او عربي متحدینو له لوري دغه ماموریت د ملگرو ملتونو تر چارتر لاندې راځي. څارونکي داسې اټکل کوي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، به د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبله کې په سوریه کې د هوایي بریدونو په هکله خپل نظر څرگند کړي.

د ایران مشرتابه د راډیکاله ملېشې پر وړاندې د امریکایي بریدونو په هکله محتطانه انتقاد څرگند کړی دی. د ایران ولسمشر حسن روحاني په نیویارک کې ویلي دي د ملگرو ملتونو د اجازې او یا هم د سوریې د حکومت له لوري د یوې رسمي غوښتنې پرته به پوځي ماموریت کوم حقوقي اساس و نه لري. حسن روحاني د اسلامي دولت، ملېشې پر ضد بریدونو باندې نه انتقاد وکړ او نه یې هم په واضځ ډول هغه یوه ښه کار وباله. یوه جگپوړي ایراني چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې متحده ایالاتو په عراق او سوریه کې د بریدونو د پراخولو په هکله تر مخه ایران ته خبر ورکړی وو.

د ایران ولسمشر، حسن روحاني
د ایران ولسمشر، حسن روحانيانځور: Behrouz Mehri/AFP/Getty Images

ایران د سوریې د واکمن بشارالاسد مهم سیمه ییز متحد گڼل کیږي. له دې کبله د متحده ایالاتو د معلوماتو له مخې د دوشنبې په شپه سوریې کې د لومړي ځل له پاره د اسلامي دولت، د ترهگرې ملېشې پر وړاندې د بریدونو په هکله هغوی ته خبر ورکړل شوی وو. د امریکا متحده ایالاتو د هوایي بریدونو چې ډیری شمیر عربي هیوادونه یې ملاتړ کوي، پر وړاندې د سوریې د مشرۍ له لوري کوم اعتراض نه دی شوی. د سوریې د دولتي رسنیو د معلوماتو له مخې بشارالاسد ویلي دي چې له تروریزم سره د مبارزې له پاره د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.