1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د بنگو بوټي درجه بندي رد کړه

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ مرداد ۲۲, جمعه

د امريکا متحدو ايالاتو د فدرالي ادارې روغتیايي چارواکو دا تائید کړه چې مریوانا (د بنگو بوټي) «هیڅ راز طبي استعمال» نه لري. د امریکا شاوخوا نیمایي ایالتونو د دې بوټي پر طبي او یا عادي مصرف باندي بندیز لګولی دی.

https://p.dw.com/p/1JhKW
انځور: picture alliance/newscom/D. Benton

د پنجشنبې په ورځ د امریکا د نشه یي توکو د څار ادارې اعلان وکړ چې دوی به په ټول هیواد کې د قانوني کیدو له مخ پر زیاتیدونکی محبوبیت سره سره د بنگو بوټي په درجه بندۍ کې کوم بدلون را نه ولي.

دغې ادارې له روغتیايي او بشري خدمتونو څانګې سره په مشورې یوه تفصیلي څېړنه کړې ده، څو د دې بوټي د طبې کارووني خواص ترلاسه کړي.

د امریکا د نشه یي توکو د څار ادارې د دې بوټي د قانوني کولو غوښتونکو ته د لیک په لیږلو سره ويلي دي: «د امریکا د روغتیايي او بشري خدمتونو اداره، دې نتیجې ته رسیدلې ده چې د مریوانا یا بنگو بوټي استعمال په دغه هیواد کې هیڅ راز طبي اړخ نه لري او استفاده يې بدي پایلي لري. او ان دا چې تر طبې څارني لاندي هم روغتیايي خوندیتوب نه لري.»

مریوانا يا د بنگو بوټي به د نشه يي توکو د «دوهمې کټګورۍ» چې پکښې کوکاین، تریاک او مورفین شامل دي، له هیروینو سره ګډ یعني په «لمړۍ کټګورۍ» کې پاته شي.

دغې ادارې زیاته کړه ده چې دوی به د دې بوټي د طبي ګټو د لا څېړلو اجازه ورکړي او په دې سره به څېړنیزو ادارو ته د دې بوټي د کرلو اجازه ورکړل شي.

په جولای میاشت کې امریکا متحدو ايالاتو له نشه يي توکو څخه د ناوړه استفادې ملي ادارې ترڅار لاندي یوازې د میسي سي پي پوهنتون څیړونکو ته د دې بوټي د طبي ګټو په اړه څېړنو ته اجازه ورکړل شوې وه.

د روان کال په جولای مياشت کې د امریکا لږ تر لږه ۲۵ ایالتونو ته د دې بوټي د طبي کاروني اجازه ورکړل شوې وه.