1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا، د جزا د نړیوالې محکمې پریکړه غندلې

آژانسونه۱۳۹۳ دی ۲۷, شنبه

د جزا نړیواله محکمه په غزې تراړه کې د اسرائیلو او افراطي اسلامپاله ډلې حماس تر منځ د جگړې په ترڅ کې د احتمالي جنگي جرمونو په هکله لومړنۍ څیړنې کوي. امریکا په دې هکله د جزا د نړیوالې محکمې د تحقیقاتو پر پریکړه نیوکه کړې.

https://p.dw.com/p/1EM3S
انځور: DW/T. Krämer

د سپینې ماڼۍ ویاند جېف راتکا، ویلي دي: «دا یو تراژیدي طنز دی، اسرائیلو چې پر ملکي وگړو او سیمو باندیې یې د ترهگرو د زرگونو توغندیو مخه نیولې ده اوس د جزا د نړیوالې محکمې پر وړاندې ودریږي.» نوموړي ویاند زیاته کړې ده چې امریکا متحده ایالات د جزا د نړیوالې محکمې د څیړنې پریکړه ردوي.

د جمعې په ورځ په دنهاگ کې د جزا د نړیوالې محکمې د جنایي جرمونو څارنوال خبر ورکړ چې دوی د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې د غزې د جگړې په ترڅ کې د احتمالي جنگي جرمونو په شک لومړني تحقیقات پیل کړي دي. زیاته شوې ده چې دا خبره به وڅیړل شي چې آیا یوه رسمي محاکمه پیل کیدای شي که نه.

مشرې څارنوالې فاتو بېنسودا، ویلي دي چې څارنوالان به خپل تحلیل «په بشپړه توگه په خپلواکه او بې طرفه» ډول پر مخ بوځي. په پای کې ښایي د اسرائیلو او فلسطین د استازو پر وړاندې د اقامې دعوا وشي. خو یوازې لومړني تحقیقات ښایي څو کلونه ونیسي.

همداشان اسرائیل هم د جزا د نړیوالې محکمې د څیړنو د تر سره کولو په هکله پریکړه غندلې ده. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، ویلي دي چې دا خبره د حیرانتیا وړ ده چې د جزا نړیوالې محکمې د فلسطین د خپلواکمنې ادارې یوه عریضه د لومړنیو څیړنو د تر سره کولو اساس گرځولی دی. د اسرائیلو د لومړي وزیر له لوري په یوه بیانیه کې راغلي دي چې د فلسطین خپلواکمنه اداره کوم هیواد نه دی او له دې کبله دغه څه په نوموړې محکمې پورې نه مربوطيږي.

خو هغه څه چې معلوم دي دا دي، چې فلسطین به د روان میلادي کال د اپریل میاشتې پر لومړۍ نېټه د جزا د نړیوالې محکمې غړی شي. دغه خبره د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون کړې ده. که څه هم اسرائيل د دغې محکمې غړیتوب نه لري خو د دغه هیواد د وگړو او همداشان د فلسطینانو پر ضد د اقامې دعوا کیدای شي.

د تیر کال په دوبي موسم کې د غزې د جگړې په ترڅ کې د فلسطیني چارواکو د وینا له مخې تر ۲۱۰۰ زیاتو فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې زیاتره برخه یې ملکي وگړي جوړوي. د اسرائيلو د خپلو معلوماتو له مخې په دغه جگړه کې د دوی له لوري ۶۷ عسکرو او شپږ ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.