1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د حقاني شبکه په تور لست کې شامله کړه

۱۳۹۱ شهریور ۱۸, شنبه

امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د حقاني شبکه ئې د ترهگرو ډلو په لست کې شامله کړې ده. دغه ډله به اوس د متحده ایالاتو له بندیزونو سره مخامخه شي.

https://p.dw.com/p/165NV
انځور: AP

د متحده ایالاتو چارواکي د حقانې پر شبکې باندې د یو شمیر مهمو بریدونه پړه وراچوي او وایي چې دغه ډله له پاکستان سره اړیکي لري. د ترهگرو په لست کې د حقاني د شبکې د شاملولو اعلان د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، روسیې ته د خپل سفر پر وخت وکړ.

د رویترز خبري آژانس په خپل راپور کې لیکلي دي چې ښایي دغه پریکړه به د واشنگټن او اسلام آباد اړیکې ترینگلې کړي او په افغانستان کې به د ملي پخلاینې هڅې له خنډونو سره مخامخ کړي.

د حقاني د شبکې یوه قوماندان د رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د متحده ایالاتو له لوري دغه گام دا څرگندوي چې امریکا په افغانستان کې د سولې د هڅو په برخه کې ریښتنې نه ده.

دغه قوماندان له یوه نامعلو ځای څخه د تلیفون پر کرښه د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «له یو پلوه هغوی غواړي چې په افغانستان کې سیاسي حل ته ورسیږي او له بل پلوه موږ د ترهگرې ډلې په توگه پیژني.»

د حقاني پر شبکې باندې په افغانستان کې د یو شمیر مهمو بریدونه پړه چې په کې په کابل کې د متحده ایالاتو پر سفارت باندې برید هم شامل دئ وراچول کیږي. د روان کال د جون په میاشت کې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیټا په کابل کې ویلي وو چې د پاکستان پر وړاندې د امریکا صبر نور پای ته رسیدلای دئ، ځکه چې د حقاني شبکه په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.

د پاکستان یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې په تور لست کې د حقانې د شبکې شاملیدل به د گټې پر ځای تاوان وکړي او پر اسلام آباد باندې به غیر ضروري فشار زیات شي: «که چیرې متحده ایالات غواړي چې له پاکستان سره رغنده اړیکي ولري، نو دا یو ښه پرمختگ نه دئ. دا کار به پاکستان له چارو څخه نور هم کوښه کړي.»

لا تر اوسه هم د متحده ایالاتو لوړپوړي چارواکي چې خبریالانو ته چې د نوموړې پریکړې په اړه معلومات ورکوي وایي چې پاکستان ته د دغې موضوع په اړه ئې پر وخت خبر ورکړی دئ، خو پاکستان لا په رسمي توگه په دې اړه کوم غبرگون نه دئ څرگند کړی.

په واشنگټن کې د پاکستان د سفارت ویاند د متحده ایالاتو د نوموړي گام په اړه ویلي دي: «دا د متحده ایالاتو داخلي مسئله ده. موږ له دې سره کوم کار نه لرو. حقانیان پاکستاني اتباع نه دي.»

تیره ورځ د متحده ایالاتو د سنا د مجلس د استخباراتي او د داخلي امنیت کمیسیون د هیلري کلنتن دغه پریکړه وستایله. د استخباراتي کمیټې د جرگکې د مشرې ډیانا فاینسټاین، له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي:

«دغه یوه ترهگره ډله ده او د متحده ایالاتو دښمنه ده. زه له پاکستان څخه غوښتنه کوم چې د متحده ایالاتو او افغانستان سره په گډه خپلې هڅې دوه برابره ډیرې کړي چې د حقانې د ډلې گواښونه له منځه ولاړ شي.»

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش