1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د له موند ورځپاڼې تورونه رد کړل

مسعود جهش (AFP, AP)۱۳۹۲ آبان ۱, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو مشر جیمز کلپر، د فرانسوي ورځپاڼې «له موند» ادعاګانې رد کړې دي. دغې ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي وو چې د امریکا استخباراتي اداراې NSA د ډیرو فرانسویانو تلیفوني اړیکې ثبت کړې دي.

https://p.dw.com/p/1A4oK
انځور: picture-alliance/dpa

کلپر د سه شنبې په ورځ ناوخته وویل چې د له موند ورځپاڼې له خوا په خپور شوي رپوټ کې د امریکا د بهرنيو استخباراتي فعالیتونو په اړه «ناسمه او ګمراه کوونکي معلومات» راغلي دي. کلپر په یوې بیانیه کې زیاته کړه: «هغه تورونه چې NSA د فرانسویانو له ۷۰ میلیونو څخه ډیرې تلیفوني اړیکې ثبت کړې دي ناسمه دي.»

له موند د دوشنبې په ورځ په خپل یوه انترنتي رپوټ کې لیکلي وو چې NSA د ۲۰۱۲ کال د دسمبر میاشتې له لسمې نیټې څخه بیا د روان کال تر جنوري میاشتې پورې د فرانسویانو د ۷۰.۳ میلیونه تلیفوني اړیکو په اړه معلومات راټول کړي دي. دغه رپوټ د NSA د پخواني کارکوونکي ادوارد سوندن له خوا د بربنډو شویو معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی.

د کلپر له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «موږ څو ورارې دا خبره روښانه کړې ده چې امریکا متحده ایالات یوازې هغه ډول استخباراتي معلومات راټولوي چې د نورو هیوادونو استخباراتي سازمانونه یې راټولوي.» په بیانیه کې زیاته شوې ده: «دغه کار د دې له پاره ترسره کیږي چې له امریکا متحده ایالات، د دغه هیواد له منافعو او ملګرو ساتنه وشي چې د ترهګري او د عام وژنې د وسلو له ګواښ سره مخامخ نه شي.»

له موند د NSA له خوا د فرانسویانو د تلیفوني اړیکو د ثبتولو په اړه تر رپوټ خپرولو وروسته یوه بله مقاله هم خپره کړه چې په کې راغلي دي چې واشنگټن په نړۍ کې د فرانسې سفارتونه څاري.

د امریکا متحده ایالاتو او فرانسې ولسمشرانو په روانه اوونۍ کې د تلیفون له لارې له یو بل سره خبرې وکړې. د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند، د دفتر له خوا په یوې خپرې شوې بیانیې کې راغلي دي چې ولسمشر اولاند خپل امریکايي سیال ته ویلي دي چې په فرانسې کې د امریکا احتمالي څارنیز پروگرام د منلو وړ نه دی.

د دوشنبې په ورځ د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر پر فرانسویانو باندې د امریکایانو احتمالي څارنه غندلې وه او ویلي یې وو چې دغه ډول کار په هیڅ صورت کې د منلو وړ نه دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب