1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د وریښمو نوې لار، د افغانستان د اقتصاد لپاره نوې هیلي

۱۳۹۰ شهریور ۳۱, پنجشنبه

امریکایي چارواکو ویلي، چې افغانستان، د هغه ګاونډیان او د هغوی مرسته کوونکي، هڅې کوي چې په افغانستان کي د سولې او اقتصادې ښیرازۍ لپاره دغه هیواد د سړکونو له لاري د مرکزي آسیا د مارکیټونو سره ونښلوي.

https://p.dw.com/p/12ed2
د وریښمو د نوې لار پروژه به په لویو لارو او د اورګاډو په پټلیو مجهزه وي.
د وریښمو د نوې لار پروژه به په لویو لارو او د اورګاډو په پټلیو مجهزه وي.انځور: gemeinfrei

ددغه چارواکې په خبره د المان د بهرنیو چارو وزیر، ګیدو ویسترویله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیره، هیلري کلنټن او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، زلمۍ رسول به د پنجشنبي په ورځ په نیویارک کې د « وریښمو د نوې لارې » د پلان پر سر خبرې وکړي.

دغه لوړ پوړي امریکایې چارواکې خبریالانو ته ویلي چې دغه لار به لکه د وریښمو د پخوانې لار په شان د افغانستان لپاره د آسیا او لویدیځ تر منځ د تجارت لپاره ګټوره لار وي، خو دغه نوې لار به په مودرنه توګه لکه په لویو لارو، د اورګاډو په پټلیو او د انرژې پر پایپونو به مجهزه وي.

هغه ویلي دي چې د نیویارک خبرې اترې به د چین په شمول د افغانستان نږدي ګاونډي هیوادونو چارواکو ته په استنبول او بون کې د کیدونکې غونډو لپاره لار هواره کړي.

دغه چارواکي ویلي: « دا د افغانستان د خصوصي سیکتور د لا پسې پراخولو د هڅو یوه برخه ده، چې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ په ټینګولو کې مرسته وکړي او د جنوبي او مرکزې آسیا تر منځ اقتصادي ادغام رامنځ ته کړي.»

د رویټرز خبري آژانس په حواله یو بل چارواکي ویلي، چې افغانستان او پاکستان په دې هوکړه کړې ده چي دغه چمتووالی تر مرکزي آسیا وغځوي. دغه چارواکې زیاته کړې چې موږ هیله لرو، دغه لړۍ تر هندوستان هم ورسیږي.

دغه چارواکي په دې اړه څه ونه ویل چې د هندوستان او پاکستان تر منځ د اوږدې مودې راهیسې ترینګلتیا به دغه پلان څومره اغیزمن کړي، خو هغه په دې اړه ویلي چې د پاکستان او هندوستان د سوداګرې خونې د ډیرې مودې راهیسي په دې بوختي دي چې د پولې دواړو خواو ته د سوداګرې په برخه کې زیاتوالې رامنځ ته کړي.

هغه ویلي: « اصلي هدف دا دی چې د سوداګرۍ په وړاندي پراته ټوله خنډونه داسي له منځه يووړل سي، چي د پاکستان د لارې د افغانستان او مرکزي آسيايي هيوادونو مالونه په ترانزيتي توګه تر هند او بنګله دېش او تر نورو سيمو په آساني ورسېدلای سي.»

د وریښمو د نوي لاري پروژې په مرکزې آسیا کې د پایپونو له لارې د انرژۍ د غځولو لپاره هم ږغ کړی دی.

دغه چارواکې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان تر منځ د ګاز د نل ليکي په پروژه کې هم د پر مختګ خبره کړې. د دغې پروژې له لارې به د ترکمنستان څخه طبعي ګاز د هندوستان مارکیټونو ته ورسیږي.

دغه چارواکي زیاته کړې چې دغه پروژه به د افغانستان او پاکستان په ټرانزیټي عاید کې د پام وړ لوړوالی راولي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل