1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا شمالي کوریا ته: موږ مو دښمنان نه یو

۱۳۹۶ مرداد ۱۱, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریک تیلرسن، ویلي دي چې غواړي له شمالي کوریا سره خبري وکړې او د دې هیواد د رژیم د ړنګولو په هڅه کې نه دي. د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د درولو هڅو کومې پایلې نه دي لرلي.

https://p.dw.com/p/2hYLY
Nordkorea Kim Jong-un
انځور: Reuters/KCNA

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ هڅه وکړه چې شمالي کوریا ته دا پیغام ورسوي چې واشنګټن یې دښمن نه دی، خو په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې پیانګیانګ باید خپل اتومي پروګرام ودروي.

تیلرسن وویل: «موږ فکر نه کوو چې په داسې صورت کې به ډیالوګ کومي پایلې ولري چې شمالي کوریا پرته له دې چې خپل اتومي پروګرام ودروي د خبرو اترو میز ته حاضر شي.»

تیلرسن د بهرنیو چارو په وزارت کې خبریالانو ته د خپل شپږ میاشتې کار په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال دا خبره ومنله چې له پیانګیانګ سره د خبرو کولو په برخه کې انتخابونه ډیر محدود دي. هغه پر دې سربیره هم ټینګار وکړ چې غواړي د شمالي کوریا له چارواکو سره د راتلونکې په اړه بحث وکړي.

هغه وویل: «موږ د ژر بدلولو په هڅه کې نه یوو. موږ د رژیم د ړنګولو هڅه هم نه کوو او دا هڅه هم نه لرو چې د کوریا د ټاپو وزمې د یووالي بهیر دې ګړندی شي.»

تیلرسن وویل: «موږ هڅه کوو چې شمالي کوریا ته دا پیغام ورسوو: موږ مو دښمنان نه یوو. موږ ستاسو ګواښ نه یوو، خو تاسو زموږ له پاره یو د نه منلو وړ ګواښ رامنځ ته کوئ او موږ یې باید ځواب ووایو.»

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي چې د شمالي کوریا تر ټولو لوی سوداګریز متحد چین، د دغه هیواد په کابو کولو کې لا پراخ نقش ولري. خو تیلرسن بیا په دې اړه یو څه دیپلوماتیک ځواب ووایه. هغه روښانه کړه چې که څه هم چین پر شمالي کوریا باندي د فشار اچولو په یوه ډیر ځانګړي موقف کې دی، خو د اوسنې وضعیت پړه باید پر چین وا نه چوله شي.

داسې توغندی چې امریکا ویشتلی شي

د ملګرو ملتونو پر پراخو بندیزونو سربیره هم، شمالي کوریا د کیم جونګ اون، په  مشرتوب خپل د اتومي پروګرام پراخولو ته دوام ورکړی دی.

شمالي کوریا د تیرې جمعې په ورځ د قاره یي بالستيک توغندیو وروستۍ آزموینه وکړه. تر آزموینې وروسته اون، وویل چې اوس یې نو هیواد هر وخت امریکا متحدو ایالات په نخښه کولای شي.

کارپوهان هم په دې نظر دي چې د لاس انجلس او شیکاګو په ګډون د امریکا متحدو ایالاتو د خاورې ډیره برخه اوس د شمالي کوریا توغندي په نخښه کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې یو امریکايي سناتور سیندزي ګراهام، امریکایي رسنیو ته ویلي دي چې ولسمشر ترمپ ورته دا خبره په ډاګه کړې ده چې که د شمالي کوریا د قاره يي توغندي له برید سره مخامخ شي، نو له دې هیواد سره به جګړه پیل کړي.

ګراهام وویل: «هغه ما ته دا خبره وکړه او ما هم پرې باور وکړ. که زه د چین پر ځای وای نو ما به هم د ترمپ خبره منلی وای او د شمالي کوریا په برخه کې به مې اقدامات کړي وای.»

ګراهام ټینګار کړی دی چې که دیپلوماتیکې خبري اتري پایله و نه لري، نو د شمالي کوریا پر وړاندې به پوځي امکانات وشي. هغه زیاته کړې: «داسې یو پوځي پلان شته چې د شمالي کوریا [اتومي] پروګرام او په خپله دغه هیواد له منځه یوسي. زه د دیپلوماتیکو لارو چارو پلوی یم. خو شمالي کوریا ته به د دې اجازه ور نه کړل شي چې داسې یو توغندی چې امریکا ویشتلی شي ولري.»

زموږ له ارشيف څخه: