1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا، شمالی کوریا او سویدن، کولمبیا ته ماته ورکړه

۱۳۹۰ تیر ۸, چهارشنبه

د ښځینه فټبال د نړیوال جام په دويمي ورځي د امریکا متحده ایالاتو لوبډلي د شمالی کوریا څخه لوبه وګتله او کولمبیا د سویدن په وړاندي ماته وخوړله. په همدي حال کي المان سبا خپله دویمه لوبه د نایجیریا په وړاندي تر سره کوي

https://p.dw.com/p/11lfT
د امریکا او شمالی کوریا لوبه
د امریکا او شمالی کوریا لوبهانځور: dapd

پرون «سه شنبه» د ښځینه فټبال د نړیوال جام په ترڅ کي دوه لوبي ترسره شوي. لومړی امریکا وتوانیده چي د دوو ګولونو په وهلو سره شمالي کوریا ته ماته ورکړي. تر دي وروسته بیا کولمبیا د یو ګول په خوړلو سره د سویدن په وړاندي لوبه وبایلله.

د امریکا او شمالی کوریا د لوبي پایله دوه د صفر په وړاندي د امریکا به کټه ؤ
د امریکا او شمالی کوریا د لوبي پایله دوه د صفر په وړاندي د امریکا به کټه ؤانځور: AP

دا په داسي حال کي ده چي سبا «پنجشنبه» به د المان د ښځینه فټبال لوبډله په فرانکفورت کي د نایجیریا په وړاندي لوبه ترسره کړي. د نایجیریا د ښځینه فټبال د لوبډلی روزونکي، ایکریا اوچ، وایي چی لوبډله به یی په دغي لوبي کي ښه وځلیږي.

د المان لوبډلي په 2003 او 2007 کلونو کي د ښځینه فټبال نړیوال کپ ګټلی او په روانو لوبو کي یي په خپلي لومړنۍ لوبي کي چی د کانادا په وړاندي ؤ د دوه ګولونو په وهلو سره بریالي شوه.

ناجیریا بیا خپله لومړۍ لوبه د فرانسی سره تر سره کړه چی د یو ګول په خوړلو سره یی دغه لوبه وبیلله. که نایجیریا و نه توانیږي چي د المان په وړاندي خپله دویمه لوبه وګټی نو په دي ترتیب سره به د اتو غوره تیمونو ډلي ته لاره پیدا نه کړي.

د نایجیریا د لوبډلي روزونکي، ایکریا اوچ، وایي چي ټیم به یي د المان لوبډلي ته د یوی سختي لوبی پرته تسلیم نه شی.

«زه پوهیږم چی د المان د ښځینه فټبال لوبډله ډیره پیاوړي ده، خو زه غواړم دا خبره وکړم چي مونږ به هم له دغي لوبډلي سره ښه لوبه تر سره کړو. زه د المان احترام لرم او دا خبره منم چی د فټبال لوبډله یی پیاوړي ده خو دا خبره د دي معنی نه لري چي المانۍ لوبډله هیڅ کله هم نه شی ماتیدی.»

د سويدن او کولمبیا لوبه: سویدن د یو ګول په وهلو سره دغه لوبه وګټله
د سويدن او کولمبیا لوبه: سویدن د یو ګول په وهلو سره دغه لوبه وګټلهانځور: picture alliance/dpa

د المان د فټبال لوبډله هم وروسته له هغي چي کانادا ته یي ماته ورکړه، اوس د ناجیریا څخه د لوبي د ګټلو په هڅه کي ده. که المان خپله دویمه لوبه هم وګټي نو د ښځینه فټبال د نړیوالو سیالیو د اتو غوره تیمونو ډلي ته به لاره پیدا کړی.

المانۍ لوبډله به د نړیوال جام په لومړي پړاو کي فرانسی سره د راتلونکي میاشت په پنځمه ټیټه لوبه ترسره کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل