1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا طالبانو ته د بندیانو د تبادلې په اړه نوی وړاندیز کړی

۱۳۹۱ مرداد ۱۸, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15ldj

امریکايي دولتي سرچینو ویلي دي چې دغه هیواد طالبانو ته د بندیانو د تبادلې په اړه یو نوی وړاندیز کړی دﺉ. د رویترز خبري آژانس د خپلو اعتمادي کسانو په حواله خبر ورکړی دئ چې د بارک اوباما حکومت اوس دې خبرې ته تیاری ښودلی دئ چې له طالبانو سره د سولې له پاره به د دغې ډلې پنځه تنه لوړپوړي غړي چې د ګوانتانامو په زندان کې بندیان دي، له یوه امریکايي سرتیري سره تبادله کړي.

دغه سرتیری اوس ۲۶ کلن دئ او په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په افغانستان کې له یوې پوځي اډې څخه لادرکه شو. گمان کیږي چې هغه به په پاکستان کې له طالبانو سره بندي وي.