1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د «اسلامي دولت» پر ضد جگړه پراخوي

۱۳۹۴ تیر ۱۶, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د یوه پوځي ائتلاف له بمباریو سره سره، «اسلامي دولت» نومې تندلاره ډله د سوریې او عراق پر یوې لویې برخې کنترول لري. اوس د متحده ایالاتو ولسمشر غواړي چې د دغو عملیاتو کچه پراخه کړي.

https://p.dw.com/p/1Ftmn
Syrien Krieg IS Tel Abyad
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما اعلان کړی دی چې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» ضد جگړه لا پسې پراخه کړي. له لوړپوړو پوځي او استخباراتي چارواکو سره تر سلا مشورې وروسته بارک اوباما ویلي دي چې اساسي موضوع په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د سنگرونو او د هغو استوگنځایونو بمبارول دي چې د دغې ډلې مشرتابه په کې اوسیږي.

ولسمشر اوباما په عین حال کې د سوریې منځلاري اپوزیسیون ته د پیاوړي ملاتړ ډاډ ورکړی دی چې په کې پر وسلو د هغوی سمبالول او همداشان د جنگیالیو روزل هم شامل دي. د شنبې او یکشنبې په ورځو د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال پوځي ائتلاف په سوریه کې پر رقه ښار باندې چې د اسلامي دولت پوخ سنگر دی په پراخه کچه بمباري وکړه. د ځمکنۍ جگړې په برخه کې امریکا متحده ایالات پر کردي ملیشو او منځلارو یاغیانو باندې تکیه کړي چې د سوریې واکمن بشارالاسد راپرځول غواړي.

دښمنې یاغي ډلې

په عراق کې د کردي ملیشو تر څنگ حکومتي ځواکونه هم د اسلامي دولت، ډلې پر ضد جگړه کوي، چې په خپل سر یې د سوریې او عراق د پولې دواړو خواو ته «خلافت» اعلان کړی دی. امریکا متحده ایالاتو د عراق امنیتي ځواکونو ته د مهمو تجهیزاتو لکه ټانک ضد توغندیو د ژر لیږدولو ژمنه کړې ده.

امریکا متحده ایالات له خپلو متحدینو سره په گډه د تیر میلادي کال له دوبي راهیسې د تندلارې ډلې اسلامي دولت د مورچلو پر ضد بمباري کوي. په سوریې کې چې له څلورو کلونو راهیسې د کورنۍ جګړې په اور کې سوځې بیلا بیلې اسلامپاله ډلې په گډه د بشارالاسد د راپرځولو هڅه کوي خو دغه ډلې د قدرت پر سر په خپلو منځونو کې هم سره جنگیږي.

د اسلامي دولت ډلې یوه مخالفه ډله د النصره جبهه، ده چې د القاعدې د ترهگرې شبکې یوه څانگه ده. په حلب ښار کې د تازه برید له پاره هم دغه ډله گرمه گڼل کیږي. د عیني شاهدانو په خبره په دې ځای کې یوه ځانمرگي برید کوونکي لږ تر لږه ۲۵ انسانان ووژل.

د حلب ښار د پاڅون کوونکو او حکومتي ځواکونو تر منځ ویشل شوی دی. یو اسلامپاله اتحاد چې د النصره جبهه هم په کې شامله ده، غواړي چې له یوه یرغل سره دغه ټول ښار تر خپل کنترول لاندې راولي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب