1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي په جاپان کي خپل دفاعي راکټي سیستم ته پراختیا ورکړي

۱۳۹۱ شهریور ۲۷, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16AGL

امریکا غواړي په جاپان کي خپل دفاعي راکټي سیستم ته پراختیا ورکړي. د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پانیتا توکیو ته د خپل سفر په ترڅ کي وویل، چي دواړه هیوادونه دې موافقې ته رسېدلي دي، چي د جاپان پر قلمرو باندي د رادار دوهم سیستم هم جوړ کړي. ده زیاته کړه چي زموږ هدف دا دئ چي د شمالي کوریا د راکټي ګواښونو په مقابل کي ښه عکس العمل وښودلای سو. دغه کار له دې امله هم تر سره کیږي، چي د چین او جاپان ترمنځ اړیکي هم د جزایرو پر سر د شخړي له امله ترینګلي سوي دي. چین ته د شمالي کوریا د یوه متحد په سترګه کتل کیږي. دغه هیواد د خپل اټومي پروګرام له کبله منزوي سوی دئ او اوس هم تر ډېر فشار لاندی دئ.