1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د هدف ویشتونکو توغندیو له کمښت سره مخامخ ده

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۷, جمعه

د امریکایي متحده ایالاتو د هوایي ځواک هغه جنرال چې به سوریې او عراق کې د اسلامي دولت پر ځد د دغه هیواد عملیات رهبري کوي، د پنجشنبې په ورځ د هدف ویشتونکو توغندیو د کمښت له کبله خپله اندیښنه څرګنده کړه.

https://p.dw.com/p/1Iv7z
Afghanistan US Militär Drohnen
انځور: Reuters/J. Smith

د امریکا متحده ایالاتو په مشري یو ایتلاف د ۲۰۱۴ کال له اګست میاشتې راهیسې پر اسلامي دولت ډلې باندې هوایي بریدونه کوي چې ډیری یې د «هدف ویشتونکو توغندیو» په واسطه ترسره کیږي. دغه ډول توغندي د GPS او نورو تکنالوژیو په مرسته دقیق اهداف له منځه وړي.

پنتاګون د روان کال په فبروري میاشت کې وویل چې ۱،۸ میلیارده ډالر د ۴۵۰۰۰ هدف ویشتونکو توغندیو د رانیلو به موخه مصرف کړي خو اوس هم د دغو توغندیو عرضه ټیټه ده.

جنرال جارلیس برون جنیور، خبریالانو ته د یوه ویدیو کنفرانس له لارې ویلي دي: «دا اوس هم زموږ له پاره یوه اندیښه ده.»

هغه زیاته کړې ده: «هوایي ځواک د لا ډیرو وسلو د رانیولو له پاره اقدامات کړي دي. دغه وسلې ښايی دوه کاله یا تر هغه هم ډیر وخت وروسته ورسیږي.»

برون زياته کړې ده چې اوس پوځ په دې اړه څیړنې کوي چې ایا له نورو سیمو څخه د دغه ډول توغندیو ځیرمې په عراق او سوریې کې د کارولو له پاره ولیږدول شي او که نه، چې په منځي ختیځ کې د کافي توغندیو د شتون ډاډ رامنځ ته شي.

دغه امریکایي جنرال ويلي: «موږ باید تحلیل وکړو چې په کوم ځای کې موږ خطر منلی شو.»

د امریکا متحده ایالاتو په مشري د اسلامي دولت ضد ایتلاف تر اوسه پورې په عراق او سوریې کې د دغې ډلې پر ضد ۱۲۵۰۰ هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

دغه امریکایي جنرال ویلي دي چې په افغانستان کې د موجودو توغندیو شمیر یو څه زیات دی، خو هغه نه دي ویلي چې ایا دغه توغندي به منځني ختیځ ته ولیږدول شي او که نه.