1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا متحده ایالات د کندز پیښه څیړي

۱۳۹۴ مهر ۱۲, یکشنبه

اوباما د کندز پر یوه روغتون باندې د هوایي برید له کبله چې په پایله کې یې ۱۹ کسان ووژل شول، خپله غمشریکي ښوولې ده. هغه د دې پیښې په تړاو د پوره څیړنو ژمنه کړې ده. ملګرو ملتونو ویلي چې دغه پیښه جنګي جنایت بلل کیدای شي.

https://p.dw.com/p/1GiK2
انځور: reuters

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، وویل چې هیواد یې اوس د پیښې په اړه څیړنې کوي. په دغه پیښه کې په کندز ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو پر یوه روغتون باندې هوایي برید وشو چې په پایله کې یې ۱۹ کسان ووژل شول او ۳۷ تنه نور ټپیان دي.

د سپینې ماڼۍ له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې د ولسمشر اوباما په حواله راغلي دي: «د امریکا د خلکو په استازیتوب، زه خپله ژوره خواخوږي او تسلیت هغو ملکیانو او روغتیایي پرسونل ته وړاندې کوم چې په کندز ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون کې د غمیزې له کبله وژل شوي او یا هم ټپپیان شوي دي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «د دفاع وزارت په دې اړه یوه هر اړخیزه څیړنه په لاره اچولې ده.» اوباما ویلي دي چې تر یوې پریکړې مخکې به امریکایي چارواکي د څیړنې پایلو ته په تمه پاتې شي.

امریکايي جمهور رییس یو ځل بیا له افغان حکومت سره د خپل کډ کار پر دوام باندې هم ټینګار کړی دی: «موږ به له ولسمشر غني، افغان حکومت او خپلو نړیوالو متحدینو سره نزدې همکاري ته دوام ورکړو ترڅو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو چې هغوی له خپل هیواد څخه ساتنه وکړي.»

بې سرحده ډاکټرانو ویلي دي چې برید د روغتون پر اصلي ودانۍ باندې شوی دی. دې ادارې زیاته کړې ده چې ودانۍ د برید له کبله اور اخیستی دی.

تر دې مخکې د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر الحسن، ویلي وو چې که دا خبره ثابته شي چې برید په قصدي توګه ترسره شوی دی نو هغه کیدای شي چې یو جنګي جنایت وګڼل شي.

هغه د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې د کندز پیښه «ټکان ورکوونکې، د نه توجیه وړ او آن یو ممکن جنایت وباله». ناټو منلې ده چې برید د امریکا متحده ایالاتو له خوا ترسره شوی دی. دغو ځواکونو تر دې مخکې له طالبانو څخه د کندز ښار د بیا نیولو په عملیاتو کې د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ کاوه.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې ترهګر روغتون ته ننوتي وو او له ودانۍ او په هغې کې له میشتو کسانو څخه یې د ډال په توګه استفاده کوله. افغان چارواکو زیاته کړې ده چې طالبانو له همدې ځایه پر افغان امنیتي ځواکونو باندې ډزې هم کولې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب