1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا نور روسیې ته خپلي مرستي په ټپه دروي

۱۳۹۱ شهریور ۲۹, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16BUO

متحده ایالات غواړي چي د پرمختیايي پروګرام په اړه خپلي هغه په میلیاردونو مرستي ودروي چي له نزدې۲۰ کلونو راهیسي ئې روسیې ته ورکولې. په واشنګتن کي د بهرنيو ادارې خبر ورکړی دئ، چي د مسکو په خوښه به دغه مرستي، چي د یوساید په نامه د امریکايي چارواکو له خوا له دغه هیواد سره په دیموکراتیزه کولو، صحي چارو، له جنايي جرمونو سره د مبارزې، او د چاپیریال ساتني په برخه کي رواني وې، اوس نور پای ته ورسېږې. د دوی په حواله کریملن تېره اوونۍ په تحریري ډول غوښتنه وکړه چي نور د واشنګتن مرستو ته اړتیا نه لري. خو په امریکا کي د بهرنيو چارو ویاندي ویکتوریا نولاند بیا اعلان وکړ، چي دغه هیواد به بیا هم په روسیه کي د دیموکراسۍ، بشري حقونو او د مدني ټولنو د پرمختګ له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.