1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا وايي چین شمالي کوریا تر فشار لاندې راوستې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۸, جمعه

له شمالي کوریا سره د اتومي آزموینو پر سر د جنجال له امله، نړیوالې ټولنې دې هیواد ته د عواقبو خبرداری ورکړی. تر امریکا وروسته، چین هم دې هیواد ته د بندیزونو ګواښ کړی. ولسمشر پوتین او لومړي وزیر ابي هم د منځګړیتوب غږ کړی.

https://p.dw.com/p/2c5I1
Nordkorea Machthaber Kim Jong Un
انځور: picture-alliance/AP Images/W. Maye-E

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له امریکايي تلویزیون «فاکس نیوز» سره په خبرو کې ویلي چې د پیکینګ حکومت شمالي کوریا ته په واضح ډول ويلي دي چې که يې بيا يوه اتومي آزموینه وکړه، نو د دې انزوا شوي هیواد یوازنی متحد [چین] به خپل بنديزونه پرې ولگوي. هغه ويلي دي چې دغه خبره چین امریکا متحدو ایالاتو تائيد کړې ده.

هغه ويلي دي، دا د دې ښکارندويي کوي چې پیکنګ له امریکا متحدو ایالاتو سره پر دې انزوا شوي کمونیستي رژیم باندې د فشار راوستلو په برخه کي ګډ کار کولو ته تيار دی. امریکا متحد ايالات په دې باور دي چې پیکینګ پر پیانګیانګ باندې قوي نفوذ لري.

ترمپ: «ډېر ستوزمن»

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شمالي کوریا پر وړاندې یو ځل بیا د یوه پوځي کړکیچ د ډیریدو خبرداری ورکړی. ترمپ له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې په حقیقت کې د شمالي کوریا د اټومي او توغندويي پروګرام له پاره يو دپلوماتیک حل غواړي، خو وايي دا کار ډیر ستونزمن دی. ترمپ همدا راز ویلي دي چې داسې امکان شته چې «په پای کې موږ له شمالي کوریا سره یو ډیر ستر، ستر کړکیچ ولرو.»

ولسمشر ترمپ تر دې درې اونۍ مخکې له خپل چینايي سیال شي جینګ پینګ سره لیدلي وو او هغه مهال یې هم د [شمالي کوریا] د کړکیچ پر سر سلامشورې کړې وې. دواړو هیوادونو په تیرو ورځو کې شمالي کوریا ته د تازه پارونو په هکله یو ځل بیا هم خبردارۍ ورکړی وو.

ټيلرسن له امریکايي تلویزیون «فاکس نیوز» سره په خبرو کې زیاته کړه چې د استخباراتي معلوماتو له د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون لېونی نه، بلکي ظاهراً یو منطقي شخص ښکاري، چي سړی کولای سي خبري اتري ورسره وکړي.

پوتین او ابي له شمالي کوریا د اعتدال غوښتنه کړې

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د جاپان لومړي وزير شینزو ابي له شمالي کوریا د زغم غوښتنه کړې، څو د اتومي پروګرام پر سر کړکیچ د رامنځته کیدو مخنیوی وشي. دواړو مشرانو په مسکو کې تر ملاقات وروسته وويل چې جاپان او روسیه د کړکیچ د مخنیوي له پاره پر نږدې ګډ کار باندي سره سل اشوي دي. پوتین وړانديز کړی دی چي د شمالي کوریا د کړکیچ پر سر د نړیوالې ټولنې شپږ اړخیزي خبري دي بيا پيل شي.

بل لوري ته بیا نن د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د شمالي کوریا د کړکیچ په هکله بحث او سلامشورې کيږي. په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتاريس به کمېټې ته د روان وضعیت په هکله معلومات وړاندې کړي. امریکا متحد ایالات چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مياشتنۍ دوريي مشرتوب پر غاړه لري، د بهرنیو چارو وزیر تیلرسن به پکښې برخه واخلي.

د شمالي کوریا کړکیچ په دې وروستيو کي نور هم زيات شوی. د ملګرو ملتونو پر بندیزونو او د نړیوالو غبرګونونو سره سره، دغه کمونیستي هیواد خپل د اتومي او توغندیو پروګرام پرمخ بیايي. شمالي کوريا د تيرکال تر دوو اټومي آزموينو وروسته په تیرو څو میاشتو کې د خپلو توغندیو ازموینو ته زور ورکړی دی.

شمالي کوریا ويلي دي تر هغه پورې چې امریکا متحد ایالات خپل «د دښمنۍ يرغل» ته ادامه ورکوي، دغه هیواد به خپل اتومي او توغندويي ازموینو ته دوام ورکړي.

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر ترمپ د خپل سلف په پرتله د شمالي کوریا پر وړاندې د سختو اقدامات اعلان کړی دی، او د پوځي برید امکان یې هم نه دی رد کړی. د رواني اونۍ په پیل کې امریکا يو اټومي اوبتل هم جنوبي کوریا ته رسیدلی دی. همدا راز د الوتکو یوه امریکايي انتقالوونکې بیړۍ هم د کوریا د اوبو پر لوري په حرکت کې وه او امریکا په جنوبي کوریا کې همدا راز د توغندیو يو دفاعي سیستم د نصبولو کار هم پيل کړی دی.