1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: وسلوال ۲۶ تنه په ډزو وژلي دي

۱۳۹۱ آذر ۲۵, شنبه
https://p.dw.com/p/1736S

د امريکا د متحده ايالاتو د نیو ټاون د ښار په یوه ابتدايی ښوونځي کي یوه وسلوال په عام وژنه کي شل کوچنیان او ۶ لویان وژلي دي. د پولیسو د رپوټ په حواله دغه ۲۰ کلن برید کوونکي په دوو صنفونو کي شاوخوا سل ډزې کړي دي. په دغه خونړۍ پیښه کي پخپله برید کوونکی هم وژل سوی دی. خو داچي هغه د پولیسو لخوا وژل سوی دی او که به یې پخپله ځان وژلی وي، تر اوسه لا معلومه نه ده. د برید کوونکي په کور کي د ده مور هم مړه موندل سوې ده. هغه په همدغه ښوونځي کي معلمه وه او تر دغي خونړی پیښي دمخه وژل سوې وه.

په عین وخت کې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د دغه خونړۍ پیښي وروسته د لازمو اقداماتو د سرته رسولو اعلان وکړ. خو اوباما د خپلو نوو اقداماتو جزئیات اعلان نه کړل. د امريکا په متحده ايالاتو کي ډيری دغه ډول عام وژني تر سره سوي دي. اوباما د قربانیانو له کورنیو سره خپله غم شریکي او خواخوږي اعلان کړه او ویې ویل چی «زموږ زړونه نن مات سول.»