1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر سوریې د فشارونو ډیریدل غواړي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱, جمعه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، له ملګرو ملتونو څخه غوښتي دي چې سورئې ته د وسلو پر استولو باندې بندیز ولگوي. هغې د سوریې پر رژیم د فشارونو د ډیرولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/14i7c
انځور: Reuters

نړیواله ټولنه لا تر اوسه پورې په دې اړه یوې موافقې ته نه ده رسیدلي چې د سوریې پر وړاندې څرنگه اقدام وکړي. هیلري کلنتن د پنجشنبې په شپه په پاریس کې د «سوریې د ملگرو» د ډ‌لې یوې غونډې ته وویل چې باید د سوریې د رژیم پر وړاندې لا سخت اقدامونه وشي. په دغه ډله کې یو شمیر عربي او غربي هیوادونه گډون لري.

د سوریې د ملګرو ډله تر غونډې وروسته په پاریس کې
د سوریې د ملګرو ډله تر غونډې وروسته په پاریس کېانځور: Reuters

کلنتن زیاته کړه: «موږ باید د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې په قوت سره د اوم فصل تحریمونو په لور ولاړ شو او پر سوریې باندې باید د سفر، مالي، وسلو پلورلو، او داسې نور تحریمونه وضع شي چې پر رژیم فشار راوړي او د کوفي عنان شپږ فقره يي پلان پلي شي.»

که څه هم کلنتن د سوریې د شخړې د حل له پاره داسې یو پلان ته اشاره وکړه چې له پوځي لارې د تطبیقیدو وړ دئ، خو ښایي روسیه او چین چې دواړه د امنیت په شورا کې د ویتو حق لري د داسی یو پلان مخنیوی وکړي.

د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویستر ویله، په دغه غونډه کې وویل چې باید د کوفي عنان پلان ته یو څه ډیر وخت ورکړل شي خو د هغه په خبره که د دغه پلان د پلي کیدو مخه ونیوله شي نو باید د سوریې پر رژیم لا زیات فشارونه راوړل شي. هغه زیاته کړه: «د کوفي عنان پلان د رژیم له پاره داسي یوه بلنه نه دي چې له وخت سره لوبې وکړي او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي.»

په همدې حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر گواښ وکړ چې د عنان د پلان ناکامیدل کیدای شي په سوریه کې د کورنۍ جگړې لامل شي.

بان کیمون ډیر اندیښمن دئ

د کوفي عنان د شپږ فقره يي پلان له مخې باید د سوریې له لویو ښارونو څخه پوځي تجهیزات او پوځیان راوایستل شي او پکښي بشپړ اوربند اعلان شي خو دغه کارونه لا تر اوسه پوره نه دئ تر سره شوي.

د ملگرو ملتونو سر منشي بان کیمون، د پنجشنبې په ورځ وویل چې که څه هم د سوریې دولت وعده کړې ده چې تاوتریخوالي ته به د پای تکی ږدي خو د هغه په خبره لا تر اوسه پورې د خواشینوونکي تاوتریخوالي نښاني لیدلې کیږي. بان کیمون زیاته کړه چې په خاصه توگه په وروستیو څو ورځو کې د زیات تاوتریخوالي خبر ورکړل شوی دئ.

د سوریې د کړکیچ د پیل راهیسي په دغه هیواد کې ۹۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: گل غوټي پوپل