1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر کندز د برید له کبله بخښنه وغوښته

۱۳۹۵ فروردین ۳, سه‌شنبه

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو نوي قوماندان د سه شنبې په ورځ د امریکایي ځواکونو د هغه هوایي برید له کبله بخښنه وغوښته چې په بایله کې یې د کندز په یوه روغتون کې ۴۲ کسان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/1IHUd
په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان نيکلسن
انځور: Reuters/R. Gul

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو نوي قوماندان جنرال جان نیکولسن، کندز ته سفر وکړ او د تیر کال اکتوبر میاشتې د دریمي نیټې د برید د قربانیانو له کورنیو سره یې ولیدل.

تیر کاله کله چې کندز ښار د څو ورځو له پاره د طالبانو لاس ته ولوید، یوې امریکایي پوځي الوتکې په دې ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندې بمي برید وکړ. نیکولسن دغه پیښه یوه «ناوړې تراجیدي» وبلله.

له جنرال نیکولسن سره په دې سفر کې د هغه میرمن او د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی هم مل وو.

د دغې پیښې په تړواو له لسو ډیر امریکایي پوځیان له دیسپلیمي تدابیرو سره مخامخ شوي دي. تمه کیږي چې په راروانو ورځو کې به د امریکا متحدو ایالاتو پوځ د دې پیښې په اړه یو رپوټ هم خپور کړي.

د امریکا متحدو ایالاتو پوځ یو بل رپوټ چې اسوشیتد پرس خبري آژانس تر لاسه کړی دی ښيي چې امریکایي الوتکې د ۲۹ دقیقو له پاره پر دغو رغتون باندې ۲۱۱ بمونه وغورځول او تر هغه وروسته چې پوه شول اشتباه یې کړې ده، نو د بمونو غوځولو لړۍ یې بنده کړه.

د ستانکزي په ګډون ډېر افغان چارواکو ټینګار کړی دی چې طالب یاغیانو له دغه روغتون څخه د یوې اډې په توګه کار اخیست، خو د دغو ادعاو د اثبات له پاره کوم اسناد نه دي ترلاسه شوي.

بې سرحده ډاکټرانو تر دې پیښې وروسته په کندز کې خپل فعاليت بند کړ او تر اوسه پورې لا بیا نه دی پيل شوی. دې سازمان پر خپل روغتون باندې برید جنګي جنایت بللی دی.