1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په آسترالیا کې پوځیان ځای پر ځای کوي

۱۳۹۰ آبان ۲۵, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما، او د آسترالیا صدراعظمې پر هغه پلان خبرې وکړې چې له مخې یې متحده ایالات غواړي د آسیا- پاسیفیک په سیمه کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي.

https://p.dw.com/p/13BZy
امریکا غواړې په استرالیا کې د خپلو پوځیانو شمیر ډیر کړي
امریکا غواړې په استرالیا کې د خپلو پوځیانو شمیر ډیر کړيانځور: dapd

د دغه پلان له مخې به د آسترالیا په شمال کې ۲۵۰۰ امریکاېي سمندري ځواکونه ځای پر ځای شي. چین لا د پخوا څخه د آسیا- پاسفیک په سیمه کې د متحده ایالاتو له پوځي حضور څخه انديښنه لري. دغه هیواد د متحده ایالاتو او آسترالیا تر منځ دغه نوې پوځي همکاري سمدلاسه تر پوښتنې لاندې نیولې.

د متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د آسترالیا صدراعظمې، جولیا جیلارد، سره په کانبیرا کې په یو ګده مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د امریکا او استرالیا تر منځ اتحاد د سیمې د امنیت او د دواړو هیوادونو د اړیکو لپاره ډیر ارزښت لري.

د راتلونکي کال څخه به د آسترالیا په داریون کې د متحده ایالاتو سرتیري او الوتکې په فعالیت پیل وکړي. دغه بندري ښار د اندونیزیا له څنډو څخه یواځې ۸۲۰ کیلو متره واټن لري. په دغه ځای کې د امریکایي ځواکونو له استقرار سره هغوې په آساني کولای شي چې په جنوب ختیځی آسیا کې بشري او امنیتي مسایلو ته ورودانګی. په دغې سیمې کې د «جنوبي چین سمندرګی» د خپلواکمنۍ پر سر اوسنۍ لانجه د سیمې کشاله نوره هم زیاتوي.

اوباما دغې موضوع ته په غیرې مستقیمه توګه اشاره وکړه او وویل چې اوس باید د نړۍ نقشه د ۲۱ پیړۍ د ضروریاتو سره سمه جوړه شي.

اوباما یادونه وکړه چې د متحده ایالاتو دغه نوې هڅه به چین په سیمه کې تجرید نه کړي. هغه وویل هغه ادعاوې بې ځایه دي چې متحده ایالات په جاپان، جنوبی کوریا او اوس په آسترالیا کې د خپلو پوځي اډو په واسطه چین محاصره کړی دی.

د آسترالیا صدراعظمې، جیلارد، وویل چې د داروین په بندري ښار کې د متحده ایالاتو لومړي ۲۰۰ تر ۲۵۰ پوځي ټولګی به سر له نوي میلادي کال څخه په فعالیت پیل وکړي.

کار پوهان په دې نظر دي چې اوس امریکا د افغانستان او عراق وروسته «جنوبی چین سمندرګي» ته پام اړولی دی. د دغه سمندرګي له لارې هر کال د شاوخو پنځه ملیاردو ډالرو په ارزښت سوداګري تر سره کیږي او متحده ایالات غواړي چې هغه پرانیستې پاتې وي. پیکنګ د جنوبی چین د سمندرګي د ټولو سمندري زیرمو د ملکیت دعوا لري.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش