1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په افغانستان کې د فعاله هند ملاتړ کوي

۱۳۹۱ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

د امریکا د دفاع وزیر هندوستان ته سفر کړی دئ چې د دې هیواد له چارواکو سره په اسیا کې د امریکا د ستراتیژیک بدلون په اړه خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/1581E
انځور: Reuters

لیون پنیتا د سه شنبې په ورځ دهلي ته ورسید. د هندوستان او متحده ایالاتو اړیکې په وروستیو کلونو کې ډیر پر مختگ کړی دئ. لیون پنیتا به په هندوستان کې درې ورځې تیرې کړي.

ښایي پنیتا په دې سفر کې له هندي چارواکو سره د امریکا او هندوستان د دفاعي اړیکو، په افغانستان کې د ناټو د ماموریت او په سیمه کې د چین د مخ په ډیریدونکي سیاسي او اقتصادي واک په اړه خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې هندوستان ته د پنیتا تر سفر مخکې یوه امریکایي چارواکي خبریالانو ته د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د هندوستان د فعاله نقش ملاتړ کوي:

«په تیرو لسو کلونو کې هندوستان د بیلابیلو لاملونو له کبله په افغانستان کې ډیر فعاله نقش نه درلود. موږ په افغانستان کې د هندوستان د فعاله نقش ملاتړ کوو. یو لا ډیر فعاله سیاسي او اقتصادي نقش.»

په پلان کې ده چې لیون پنیتا به د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته د هندوستان له لومړي وزیر، د دې هیواد د ملي امنیت له مشاور او یو شمیر نورو هندي چارواکو سره وویني. د چهار شنبې په ورځ به هغه د خپل هیواد د پالیسۍ په اړه خبرې اترې وکړي.

د اسیا له پاره د بارک اوباما د نوې طرحې په اړه معلومات د روان کال په لومړیو میاشتو کې بربنډ شول. په دغه طرحه کې د هندوستان نوم یوازې د اساسي شریک په توگه اخیستل شوی دئ.

یوه امریکایي چارواکي ویلي دي: «له ستراتیژیک لید لوري موږ هندوستان د یوه داسې ملگري په توگه پیژنو چې له موږ سره ډیرې گډې ستراتیژېکې گټې لري.»

خو دواړه هیوادونه د دفاعي تجارت د ورو پر مختگ په اړه اندیښنه لري. که څه هم په تیره لسیزه کې هندوستان ته د امریکایي پوځي تجهیزاتو پلورنه په ډرامتیک ډول لوړه شوې ده، خو بیا هم په ۲۰۱۱ کال کې هندوستان له امریکايي قراردادیانو سره د ۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت د جنگي الوتکو یو قرارداد رد کړ.

هندوستان تل د امریکا د صادراتي محدودیتونو په اړه اندیښنه لري. له بلې خوا هندوستان اندیښنه لري چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به په دې هیواد کې د یاغیانو واک ډیر شي. هندوستان تیره اونۍ په دې اړه خپله اندیښنه څرگنده کړه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض