1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په اکتشافي الوتکو سره يرغمل سوي نجوني لټوي

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په نایجریا کې د بوکو حرام ډلي له خوا تښتول شوي د ښونځي نجونې د اکتشافي الوتکو په مرسته پیدا کړي. بوکو حرام د دغو نجونو په بدل کي د خپلو بندي ملېشو د آزادۍ غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1Byf3
انځور: AP

امریکا متحده ایالاتو په نایجریا کې د بوکوحرام افراطي ډلې له خوا د ۲۰۰ تښتول شوو نجونو د موندولو له پاره جدي اقدامات کړي دي او غواړي چې په هر صورت سره د ښونځیو دغه نجونې بیرته خپلو کورونو ته ور وگرځي. زیاته شوې ده چې له اکتشافي الوتکو څخه به هم د لټون په هڅو کې استفاده وشي.

په واشنگټن کې د متحده ایالاتو د حکومت یوه استازي ویلي دي چې دغه ماموریت د نایجریا له حکومت سره د خبرو اترو په تعقیب تر سره کیږي. زیاته شوې ده چې له نایجریا سره باید په گډه د سټلایټ د انځورونو په ارزولو کې کار وشي.

بوکو حرام تښتول شوي نجونې په یوه ویدیو کې ښوولي دي

څلور اوونۍ دمخه د بوکوحرام په نوم تند لاري اسلامي ډلي له خوا د ښوونځیو دغه زده کوونکي وتښتول شوې. د دوشنبې په ورځ یوه بله ویدیو چې عامه محضر ته وړاندي شوې ده پکښې شاوخوا ۱۳۰ نجوني په بشپړ حجاب کې لیدل کیږي چې په گډه عبادت کوي.

د ښوونځی يرغمل سوي نجوني
د ښوونځی يرغمل سوي نجونيانځور: picture alliance/abaca

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندي جان ساکي ویلي دي چې داسي کوم دلیل نه لیدل کیږي چې د دغه ویدیو د ریښتنوالي په هکله کوم شک او تردید رامنځ ته کړي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي دی چې ټول جزئیات به د استخباراتي ادارو له لوري و ارزول شي، څو د نجونو د برمتې د احتمالي ځای په اړه معلومات تر لاسه شي.

په نوموړې ویدیو کې دا هم ویل شوي دي چې زیاتره نجوني اسلام ته اړول شوي دي. د بوکوحرام د ډلې مشر ابوبکر شیکاو، د دغي ډلې د پلوي بندیانو په بدل کې د دغو نجونو د آزادولو وړاندیز کړی دی. خو د نایجيریا حکومت له بنسټپالو سره د هر رنگه معاوضې وړاندیز رد کړی دی.

له تیري اوونۍ راهیسي د امریکایي کارپوهانو یوه ۳۰ کسیزه ډله په نایجیریا کې ده. د لټون هڅې د بریتانيا او فرانسې ملاتړ هم له ځانه سره لري. د بوکو حرام سخت دریځه ډلې د اپریل میاشتې په نیمایي کې د بورنو ایالت په شمال ختیځه برخه کې پر یوه ښوونځي باندې یرغل وکړ او ۲۷۶ نجونې چې زیاتره یې عیسویاني وې، وتښتولې. یو شمیر نجونې په تیښته وتوانیدې، خو لا هم ۲۲۳ نجوني لادرکه دي. یوه اوونۍ تر مخه نوموړي ډلې نوري ۱۱ نجونې هم وتښتولې.