1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په عراق کې د نوي حکومت جوړیدل ستایلي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۱۸, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالاتو په عراق کې د نوي حکومت جوړیدل د «اسلامي دولت» په نوم د ترهگري ډلي پر ضد جگړه کې د یوه اساسي گام په توگه ستایلی دی. په عین وخت کې واشنگټن د افراطيانو پر ضد د یوې اوږدمهاله ستراتيژۍ په هکله غور کوي.

https://p.dw.com/p/1D95R
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په بغداد کې د نوي حکومت جوړیدل «د یوه مهم گام» په توگه یاد کړی دی. جان کیري په واشنگټن کې خبریالانو ته ویلي دي چې په بغداد کې د نوي کابینې جوړیدل د «اسلامي دولت» د جهادي ډلي پرضد اساسي گام دی.

په عین وخت کې هغه د اسلامي دولت په نوم د ملېشې پر ضد د نړیوال ائتلاف د بوختیا په هکله خپله ژمنه وښووله. کیري پر دې خبره ټېنگار وکړ چې دغه ائتلاف به د «میاشتو یا د کلونو» له پاره وي.

تر دې دمخه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د عراق د نوي حکومت مشر حیدر العبادي ته مبارکي ویلې وه. اوباما له العبادي سره په یوه تلیفوني تماس کې ویلي دي چې دواړه هیوادونه باید د اسلامي دولت وسله والي ډلي پر ضد مبارزه کې په گډه له نزدې کار وکړي. په ټوله کې په عراق کې تر څو میاشتني سیاسي بن بست وروسته د نوي حکومت جوړیدل په نړیواله کچه ستایل شوی دی.

کردانو هم نوی حکومت تائید کړی

د عراق پارلمان د کردانو د استازو په شمول د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر ۸مه) د العبادي په مشرتوب نوی حکومت تائید کړ. العبادي د پارلمان له خوا د لومړي وزیر په توگه تائید شو. خو مهمو پوستونو لکه د کورنیو او دفاع وزارتونو څوکیو ته څوک نومول شوي نه دي. د نوي حکومت پر وړاندي سخته دنده د «اسلامي دولت» نومي ترهگري ډلي پرمختگ درول دي.

کیري په منځني ختیځ کې د شریکانو په لټه کې دی

د سه شنبې د ورځې په اوږدو کې به د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته سفر وکړي، څو د نوموړي ترهگري ډلي پر ضد مبارزه کې نور ملاتړ هم تر لاسه کړي. تیره اوونۍ امریکا متحده ایالاتو په وېلز کې د ناټو په سرمشریزه کې د «اسلامي دولت» وسله والې ډلې پر ضد یو اتحاد رامنځ ته کړ، چې پکښې د امریکا متحده ایالاتو تر څنگ آلمان، بریتانيا، فرانسه، ایټالیا، پولنډ، استرالیا، ډنمارک، کاناډا او ترکیه گډون لري.

پر نورو سربیره په عراق کې متحدین باید پوځي ملاتړ تر لاسه کړي، کړکېچ ځپلو سیمو کې د بهرنیو جنگیالیو د نفوذ مخه ونیسي او بشري کړکېچ راکم کړي. د اسلامي دولت ډله د عراق او سوریې یو شمیر سیمې تر خپل کنترول لاندي راوستي دي چې پکښې په افراطي توگه عمل کوي.

د روان میلادي کال له اگست میاشتې راهیسې امریکا متحده ایالات په عراق کې د اسلامي دولت، پر مورچلو باندي بمباري کوي. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما غواړي چې د چهارشنبې په ورځ په یوه تلویزوني وینا کې د اسلامي دولت پر ضد خپله ستراتیژي وړاندي کړي. له اوبامه څخه تر سوریې پوري د هوایي بریدونو د غځولو غوښتنه شوې ده. خو اوباما لا تر مخه د ځمکني سرتیرو ماموریت رد کړی دی.