1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په یو وار نوي زره عسکر د عراقه باسي

۱۳۸۹ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

اوس له اوو نيمو کالونو وروسته چې ۹۰۰ مليارډه ډالره هم مصرف شوي دي، اوباما خپل پلان ته د عمل جامه وراغوندي. د «عراق د آزادۍ » په نوم جنګي ماموريت ختميږي او د «نوي سباوون» په نوم ديپلوماتيک ماموريت پيليږي.

https://p.dw.com/p/OadV
په عراق کې تر اوسه 4400 امريکايي عسکر وژل سوي دي
په عراق کې تر اوسه 4400 امريکايي عسکر وژل سوي ديانځور: AP

بارک اوباما غواړي چې د عراق لپاره ټاکل شوی مهالوېش عملي کړي. دا خبره اوباما د متحده آيالتونو د جورجيا د آيالت په اتلانتا نومي ښار کې په څرګند ډول وکړه.

«ولسمشرۍ ته د نوماند په توګه ما ژمنه کړې وه چې په عراق کې به جګړه په مسوولانه ډول پای ته ورسوم. زما د دندې له پيل څخه لږه موده وروسته مې يوه نوې ستراتيژي اعلام کړه چې له مخې يې مسووليت عراقيانو ته وسپارل شو. ما څرګند ويلي دي چې د امريکايانو جنګي ماموريت به د ۲۰۱۰ م کال د اګست په ۳۱ مه نېټه پای مومي. او دا هغه څه دي چې عملي کوو به يې هم.»

ولسمشر اوباما هرومرو غواړي چې سرتېري له عراقه وباسي په داسې حال کې چې دی لا کولای شي لږ مخ ځان ته پرېږدي
ولسمشر اوباما هرومرو غواړي چې سرتېري له عراقه وباسي په داسې حال کې چې دی لا کولای شي لږ مخ ځان ته پرېږديانځور: AP

د سلګونو پخوانو او سابقه لرونکو عسکرو د چکچکو په بدرګه اوباما اوسني او راتلونکي ګامونه تشريح کړل.

«موږ په سلګونو پوځي اډې تړلې او عراقيانو ته سپارلې دي. موږ په مليونو سامان آلات د اکمالاتي پراخو هلو ځلو په ترڅ کې وباسو، چې دغسې هلې ځلې په تېرو لسيزو کې ليدل شوې نه وې. د مياشتې تر پايه پورې به مو له نوي زرو څخه زيات سرتېري له عراق څخه خپلو کورو ته راوستي وي.»

اوباما هيله لري چې ډېر امريکايان به دغه شاتګ يو برياليتوب وګڼي، ځکه چې د عراق جګړه ډېر لږ خوښونکي لري. دا د تعجب او هېښتيا خبره نه ده ځکه چې ۴۴۰۰ عسکر په عراق کې وژل شوي او ۳۲۰۰۰ سرتېري په فزيکي يا رواني لحاظ ناروغ بېرته راغلي دي.

دا د هغه جګړه يز ماموريت جاج اخيستنه وه، چې ولسمشر جورج بوش د ۲۰۰۳ م کال په پسرلي کې په دروغ ويلو سره پيل کړی و. بوش ويل چې زورواکي صدام حسين د پراخې ويجاړتيا وسلې په اختيار کې لري. بارک اوباما هغه مهال د متحده آيالتونو يو له هغو سناتورانو څخه و چې دغه جګړه يې ردوله. وروسته د ولسمشر په توګه د ده ژمنه دا وه چې دی به جګړه ژر پای ته رسوي.
اوس له اوو نيمو کالونو وروسته چې ۹۰۰ مليارډه ډالره هم مصرف شوي دي، اوباما خپل پلان ته د عمل جامه وراغوندي. د «عراق د آزادۍ » په نوم جنګي ماموريت ختميږي او د «نوي سباوون» په نوم ديپلوماتيک ماموريت پيليږي. خو د اټکل له مخې ۵۰ زره امريکايي عسکر به د ۲۰۱۱ م کال تر پايه پورې په عراق کې پاتې شي. هغوی دې د اډو تړل او د مهماتو ايستل وڅاري او تر يو حد پورې امنيت هم تامين کړي، په داسې حال کې چې ډېرۍ کتونکي وايي چې په عراق کې به يو ځل بيا ګډوډي او کورنۍ جګړې رامنځ ته کيږي.

د نيوکه کونکو په جمله کې متقاعد جنرال بېري مک کېفېري هم راځي. هغه له عراق څخه شاتګ صحيح ګڼي، خو وايي چې عراق به له ډېرو ستونزو سره مخامخ کيږي.

«حکومت نشته. په تيورۍ کې به د راتلونکي کال تر پايه پورې په بشپړه توګه له عراقه وتلي يو. خو څه به وي که عراقيانو د دې وس ونه لري چې خپل هېواد پخپله اداره کړي؟ که يوه خپلمنځۍ جګړه راوټوکيږي، نو فکر نه کوم چې موږ به بيا مداخله وکړو. دا کار په پوځي لحاظ هم ګټه نه لري او سياستوال به هم اجازه ورنه کړي.»

ولسمشر اوباما هرومرو غواړي چې سرتېري له عراقه وباسي په داسې حال کې چې دی لا کولای شي لږ مخ ځان ته پرېږدي او امريکا ادعا هم کولای شي چې د جګړې د پيل په پرتله اوس امنيتي وضع ښه ده.

«په عراق کې تاوتريخوالی تقريبا له کالونو راهيسې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی. راتلونکې مياشت به خپل پوځي ماموريت ته بېله بڼه ورکوړ. د جګړو پر ځای به ملاتړ کوو او د عراق امنيتي ځواکونه به روزو. دا ډېرې خطرناکې دندې دي. داسې خلک به اوس هم وي چې د عراق پرمختګ د بمونو او مرميو په واسطه خنډوي. اصلي او سخته خبره دا ده چې، موږ لا په عراق کې د امريکايانو د قربانيو پای ته نه يو رسېدلي.»

ليکونکي: هسلمان/نسيم صابر

کتونکی: احمدولي اڅکزی