1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا کندهار ته شل میلیونه ډالر ورکوي

محمد ابراهیم سپیڅلی۱۳۹۱ مهر ۲۸, جمعه

د افغانستان د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل، وايي چې کندهار ته ۲۰ میلیونه ډالر بودجه منظور شوې ده چې د کوکنارو له پاره د معیشت د بدیل د رامنځ ته کولو په برخه کې ولګول شي.

https://p.dw.com/p/16Sz4
انځور: AP

مقبل ویلي دي چې متحده ایالاتو ته ئې قناعت ورکړی دئ چې له کندهار ولایت سره مرستې وکړي. مقبل په کندهار کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي له پاره د ټولو له هڅو څخه مننه وکړه او زیاته ئې کړه: «موږ د دې ترڅنګ چې د قانون د پلي کولو مسئوليت لرو د کروندګرو له پاره د يوه ښه بديل او د بديل له پاره د بازار پيدا کولو مسئوليت هم لرو.»

کندهار ته بیله شوې بودجه به د دوو کلونو په ترڅ کې پر کرهڼیزو، روغتیايي او نورو بخشونو مصرف شي. دا شل میلیوني بودجه کندهار ته د Food Zone د پروگرام په ترڅ کې ورکول کیږي. دا بودجه لا تر اوسه پورې د متحده ایالاتو له خوا کندهار ته نه ده ورکړل شوې خو چارواکي وايي چې په نزدې راتلونکې کې به ئې تر لاسه کړي.

د کندهار والي توریالي ویسا هم ادعا وکړه چې د افغان دولت د هڅو په پایله کې په کندهار ولایت کې د کوکنارو کښت څلویښت سلنه راکم شوی دئ. هغه وویل: «په دې لار کې له موږ سره د کندهار ټولو دولتي او غیر دولتي کسانو تر خپل توانه پورې مرستې کړې ده.» ویسا زیاته کړه: «زموږ د کوښښونو نخښه دا ده چې نن کندهار ته ٢٠ ميلیونه ډالره ځانګړي کيږي او له دې سره به د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راشي.»

د کندهار والي وویل چې په کندهار کې د کروندګرو اقتصادي ستونزې له منځه ولاړې شي نو هغوی به هیڅ کله هم د کوکنارو کښت ته مخه نه کړي.