1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ۱۸۰۰ سرتیري د ترهگري ضد عملیاتو له پاره په افغانستان کې ساتي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۱۴, چهارشنبه

د امریکا پوځ ویلي دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ۱۰۰۰۰ پاتې کیدونکو سرتیرو له ډلې څخه به ۱۸۰۰ د ترهگرۍ ضد عملیاتو کې ښکیل وي. پر دې سربیره د ناټو نور غړي هیوادونه هم په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیري پریږدي.

https://p.dw.com/p/1CBwH
انځور: Shah Marai/AFP/GettyImages

دا چې کوم هیوادونه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ترهگرۍ پر ضد عملیاتو کې ونډه واخلي او دا چې د سرتیرو شمیر به یې څومره وي، لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.

دغه خبره په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر امریکایي جنرال جوزف دانفورد، په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د غونډې پر مهال کړې ده. ناټو اټکل کوي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې او له هغوی سره د مرسته کولو په برخه کې ۱۲۰۰۰ بهرنیو سرتیرو ته اړتیا شته. دانفورد روښانه کړې ده چې دغه شمیرې ته د رسیدو په برخه کې له کومې ستونزې سره مخامخ نه دی. هغه ویلي دي: «اوس مهال زه د ۱۲۰۰۰ سرتیرو شمیرې ته د رسیدو په اړه کومه اندیښنه نه لرم.»

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به یې ۸۰۰۰ سرتیري د افغان ځواکونو په روزنه او له هغوی سره د مرسته کولو په دندو ښکیل وي. پر دې سربیره آلمان، ایټالیا او ترکیې هم ژمنې کړې دي چې د روان کال تر پای وروسته به هم د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت ته دوام ورکړي.

تر راروان کال وروسته به امریکا متحده ایالات د افغانستان په ختیځ او سویل کې، ایټالیا په لویدیځ کې، المانان په شمال کې او ترکان په کابل کې سرتیري ولري.

د پلان له مخې به د روان کال تر پایه پورې په افغانستان کې د ناټو او امریکا متحده ایالاتو جنگي ماموریت پای ته ورسیږي. تر هغه وروسته به ناټو په افغانستان کې خپل نوی روزنیز ماموریت پیل کړي. د دې سازمان غړو هیوادونو په بروکسل کې د خپلې غونډې پر مهال پر دې موضوع باندې چې کوم هیواد به خپل څومره سرتیري په افغانستان کې وساتي، بحثونه وکړل.

امریکا متحده ایالاتو لا وختي روښانه کړې ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې یوازې ۹۸۰۰ سرتیري وساتي. پلان شوې ده چې دغه شمیر به د ۲۰۱۵ کال تر پایه پورې نیمایي شي او تر هغې وروسته کال تر پایه پورې به په افغانستان کې یوازې په سوونو امریکایي سرتیري میشت وي.

په عین حال کې امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې د افغان ځواکونو له روزنې سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. اوس د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر ۳۵۲۰۰۰ تنو ته رسیږي چې د دانفورد په خبره چې دغه شمیر به تر راتلونکو څو کلونو پورې همدومره پاتې شي.

افغان ځواکونه باید په راتلونکو کلونو کې په ډیرو برخو کې خپلې وړتیاوې لوړې کړي. هوایي ځواک، د لوژیستیکي خدماتو د کچې لوړول، د بودجې جوړول او د ضروري تجهیزاتو د رانیول پلانول، هغه څه دي چې افغان امنیتي ځواکونه باید په کې لا ډیرې روزنې ترلاسه کړي او په برخه کې یې لازم پرمختگونه وکړي.