1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د غچ اخیستلو ژمنه کړې

۱۳۹۵ دی ۱۰, جمعه

مسکو ویلي دي چې روسیه به د امریکا د متحده ایالاتو لخوا د بندیزونو د وضع کولو د پریکړې پر وړاندې متقابل اقدام وکړي. د امریکا نوی ټاکل ولسمشر دونالد ترمپ د خپلې ژمنې تر تیریدو کیدای شي د خپل ګوند لخوا له مقاومت سره مخ شي.

https://p.dw.com/p/2V3Dj
Peru APEC Gipfel  Barack Obama und Wladimir Putin in Lima
انځور: picture alliance/Presidency of Peru

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا په مریلنډ او نیویارک ښارونو کښې د روسیې ملکیت دوې ودانۍ چې د روسیې د استخباراتي چارواکو له خوا د استخباراتي کارونو له پاره کارول کېدې، له دې وروسته تړل کیږي. د نیویارک ټایمز د رپوټ په حواله، دغو دوو ودانیو ته به د ټولو روسي ديپلوماتانو ورتګ د جمعې تر ورځې وروسته منع وګرځول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ۳۵ روسي ديپلوماتان په استخباراتي کړنو تورن کړي او دا په دې معنی چې دوی ته ۷۲ ساعته وخت ټاکل شوی، څو له امریکا څخه ووځي.

په ورته وخت کښې واشنګټن د روسیې نظامي استخباراتي اداره د روسیې د دولتي استخباراتي ادارې په مرسته د امریکا د ټاکنو سیستم په هک کولو تورنه کړې ده. خو مسکو بیا د سایبري لاس وهنې او د ټاکنیز سیستم هک کولو تورونه رد کړي او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول تورونه به له متقابلو اقداماتو سره مخامخ شي.

د پنجشنبې په ورځ ناوخته، د کریملین ویاند وویل چې د امریکا له خوا د بندیزونو وضع کول به د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې دپلوماتیکي اړیکې له منځه یوسي. د روسیې د ولسمشر ویاند، دیمیتري پیسکوف څرګنده کړه چې مسکو د امریکا پر وړاندي پر ورته غبرګون فکر کوي. نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کښې وویل چې د اوباما له لوري بندیزونه د هغه د خطرناک بهرني سیاست په معنی دی.

پیسکوف وویل: «د امریکا د اوسنۍ ادارې د واک د پای ته تر رسیدو یوازې درې اونۍ مخکې دغه راز اقدامات دوې موخي لري چې یو یې د امریکا او روسیې ترمنځ له وړاندې نه خرابې اړیکې نورې هم زیانمنې کړي او بله دا چې د راتلونکي ولسمشر له پاره د هغه د بهرني سیاست د پلان خرابوالی په ګوته کیږي.»

د اوباما له پریکړي هرکلی

دا چې د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر به د نوي میلادي کال د جنوري میاشتې پر ۲۰ نیټه د حکومت واګې په لاس کښې واخلي، د اوباما دغي پریکړي ترمپ پر یوې دوې لارې پریښی. ترمپ به ښايي چې د مسکو پر وړاندي لږ څه نرم سیاست غوره کړي.

د امریکا له خوا پر مسکو د بندیزونو د وضع کولو د موضوع په هکله ترمپ وویل چې «اوس زموږ هیواد باید د لویو او ښو کارونو له پاره هڅې وکړي.» خو په ورته وخت کښې هغه ژمنه کړې چې له استخباراتي مشرانو سره به د دې حالت د تازه معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه راتلونکې اونۍ وویني.

د ترمپ د موقف ترڅنګ، د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشرانو د اوباما له دې پریکړې ملاتړ کړی. د امریکا د پارلمان مشر، پاول راین چې د دې هیواد په کانګرس کښې لوړ پوړی جمهوري غوښتونکی دی روسیه تورنوي چې دې هیواد په دوامداره توګه هڅه کړې چې امریکا تر پوښتني لاندي راولي او بندیزونه اوس هم ډیر وروسته وضع شوي دي.

په عین حال کښې د روسیې د پارلمان د مشرانو جرګې ویاند، کانستانتين کاسچیف له «ریا» خبري اژانس سره په مرکه کښې د امریکا له خوا بندیزونه «د سیاسي فصل مرګ» ته ورته بللي دي. کاسچیف انترفکس خبري اژانس ته همدا راز ویلي دي چې مخکې له دې چې روسیه کوم متقابل عمل وښيي، مسکو اوسمهال انتظار باسي او ګوري چې ترمپ دغو وضع شویو بندیزونو ته څرنګه ځواب وايي.

ترمپ او پوتین د ټاکنیز سیستم د هک کولو موضوع رد کړې

د امریکا د متحده ایالاتو درې استخباراتي ادارو د روانې میاشتې په پیل کښې دا ومنله چې روسیې د امریکا د دیموکراتانو ګوند د ايميلونو د هک کولو ترشا ده او د روان کال په نوامبر میاشت کښې یې د ولسمشریزو ټاکنو اړوند ځینې اسناد هم خپاره کړي وو.

دغو ادارو همدا راز منلې ده چې روسیې د ترمپ په بریالیتوب کښې لاس وهنه کړې. بل لوري ته ترمپ او روسیې دغه تورنه رد کړې او ترمپ د دې خبرو په غبرګون کښې ویلي دي چې دیموکراتان غواړي په دې کارونو سره د هغه ټاکنې نامشروع کړي.

بله خوا ترمپ څو ځله د روسیې د ولسمشر ستاینه کړې او د شنبې په ورځ پوتین په خپله تویتر پاڼه کښې په دې هکله لیکلي چې هغه «ترمپ» له پوتین سره په دې خبره همنظره دی چې د هغه سیالې هلري کلنټن په ټاکنو کښې له ماتې وروسته «سم چلند» نه دی کړی.

د دې خبرو ترڅنګ ترمپ په خپله اداره کښې زیاتره داسې کسان پر لوړو څوکیو په دندو ګمارلي دي چې له مسکو سره د ملګرتوب نظریې لري او په دې ډله کښې د هغه د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی د ایکسون موبایل پخوانی اجرائیه ریس ټلیرسن ښه بیلګه ده.