1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امنيتي تړون بايد په اونيو کي لاسليک سي نه په مياشت»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۱۷, سه‌شنبه

سپيني ماڼۍ د دوشنبې په ورځ ويلي دي، که افغان حکومت غواړي چي امريکايي ځواکونه دي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په دغه هيواد کي پاته سي، نو دوه اړخيز امنيتي تړون بايد په راتلونکو اوونيو کي لاسليک سي.

https://p.dw.com/p/1AmA5
انځور: Reuters/Kevin Lamarque

افغان حکومت تر ډېرو خبرو اترو وروسته هم د امريکا متحده ايالاتو هغه غوښتنه چي د ۲۰۱۳ کال تر پايه پوري دي دغه امنيتي تړون لاسليک سي نه ومنله او د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي ترينګلې سوې.

امريکايي چارواکي وايي چي که تر ۲۰۱۴ کال وروسته يې په افغانستان کي تر ۸۰۰۰ د زياتو عسکرو له پاره د پاتېدو زمينه برابره نه سي، نو دوی به خپل ټول ځواکونه له دغه هيواد څخه وباسي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزي د امريکا متحده ايالاتو د هغه تهديد په اړه چي ګويا خپل ټول ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي شک و ترديد ښوولی دی.

د سپيني ماڼۍ وياند جی کرني، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنوري ۶) په واشنګټن کي خبريالانو ته وويل: «موږ پر خپل هغه دريځ ولايړ یو، چي که دوه اړخيز تړون لاسليک نه سي، مجبوره يوو چي هغه پلان تطبيق کړو چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي د ناټو او امريکايي عسکر حضور نه ولري.»

بې له دوه اړخيز تړونه به امريکا متحده ايالات خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او افغان امنيتي ځواک به په يوازي سر له وسله والو طالبانو سره په جنګ کي پاته سي.

کرني، ويلي دي نور نو په ۲۰۱۴ کال کي د ځواکونو د ايستلو پوښتني ته شايد جواب دا وي چي ټول عسکر به له دغه هيواد څخه ووځي. هغه وخت به نو بيا نه د افغان ځواکونو د روزني له پاره څوک پاته وي او نه به هم له تروريزم سره د مبارزې له پاره.

هغه ويلي دي: «تاسي ګوری، زه هيڅ کوم داسي ځانګړی مهلت او کومه بله سياسي پريکړه نه لرم چي نن يې روښانه کړم. خو زه کولای سم چي تاسو ته ووايم چي موږ اوس د تړون د لاسليکولو له پاره اوونۍ وخت لرو نه مياشت. او تاسي پوهيږی چي ساعتونه تيریږي.»